Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

شاهین: ا.ا له ترهګرۍ په خپلواکه توګه مبارزه کوي

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس سهیل شاهین له یوه پاکستاني خبریال سره په مرکه کې ویلي چې، اسلامي امارت له ترهګرۍ سره په خپلواکه توګه مبارزه کوي.

ښاغلي شاهین په دغې مرکه کې په افغانستان کې د داعش حضور پای ته رسېدلی بللی او زیاته کړې یې ده چې، د داعش تنظیمونکي د سیمې نورو هېوادونو ته تللي دي.

نوموړي پاکستاني خبریال ته ویلي:«نه خیر! دا سمه نه‌ده، موږ خپلواک یو او داعش چې، د اسلامي امارت پر ضد برید کوي او یا کله چې، نوي راغلي وو برید یې کاوه او زموږ ځينې مسوولان یې شهیدان کړي وو، پر وړاندې یې زموږ جګړه له لومړیو پیل شوې وه او دا خپلواکه ده، لکه څنګه چې، داعش پر مسکو او نورو هېوادونو بریدونه کوي او هغوی (مسکو) یې پر وړاندې عملیات کوي هغه یې خپل بحث دی؛ خو افغانستان په خپله بڼه مبارزه کوي، د دې لپاره هغه داسې ډله ده چې، نه‌غواړي په افغانستان کې اسلامي نظام وي.»

دا په داسې حال کې ده چې، د روسیې ولسمشر اسلامي څو ورځې مخکې له ترهګرۍ سره د مبارزې په چاره کې اسلامي امارت یې د خپل هېواد متحد بللی و.

ښاغلی شاهین د افغانستان د دوحې د درېیمې غونډې په تړاو وايي چې، د غونډې ګډونوالو له نشه‌يي توکو سره مبارزه کې د اسلامي امارت کار اغېزمن وباله او ژمنه یې وکړه چې، د بدیل کښت په برخه کې به له کروندګرو سره همکاري وکړي.

نوموړی زیاتوي اسلامي امارت چې، په تېرو درېیو کلونو کې له نشه‌يي توکو سره د مبارزې او روږدو کسانو د درملنې په برخو کې کوم کارونه کړي، په تېرو شلو کلونو کې نه‌دي شوي.

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس څرګندوي:«په غونډه کې ټول ګډونوال په دې پوهېدل چې، په افغانستان کې له ترهګرۍ سره شوې مبارزه ډېره بریالۍ وه او د نشه‌يي توکو د کښت د مخنیوي او روږدو کسانو د درملنې په برخه کې داسې بریا ترلاسه شوې چې‌، په تېرو شلو کلونو کې نه‌ده شوې.»

خو د سیاسي چارو ځينې کارپوهان وایي چې، په هېواد کې د ټیکاو د ساتنې لپاره اړتیا ده چې، د سېمې هېوادونه او د افغانستان سرپرست حکومت له ترهګرۍ او نشه‌يي توکو سره د مبارزې په برخه کې ګډ کار وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی سید مقدم امین په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«اسلامي امارت د داعش پر وړاندې په پرېکنده توګه مبارزه وکړه؛ خو اړتیا ده د هر ډول ګواښونو لپاره چې، د هېوادونو پولي له خطر سره مخ کوي سیمه‌ییزه همغږي، ګډې هڅې او یو ګډ امنیتي پلان ولري.»

ښاغلی شاهین د خپلو څرګندونو په بله برخه کې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ثبات د فساد نشتون او د افغانستان بانک اغیزمن اقدامات ګڼي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه