Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ارګ، د جاپان سفیر له قوله: د دوحې غونډې له نړۍ سره د ا.ا اړیکې ښې کړې

په کابل کې د جاپان سفیر د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې ویلي چې، د دوحې په درېیمه غونډه کې د اسلامي امارت ګډون له نړۍ سره د اسلامي امارت د تعامل او اړیکو پراختیا زمینه برابره کړې ده.

مولوي عبدالکبیر د دوحې غونډه مهمه بللې او ویلي یې دي چې، د ملګرو ملتونو سازمان لخوا د اسلامي امارت ټولې غوښتنې او شرطونه منل شوي دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي چې، په دې کتنه کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ټینګار کړی چې، سرپرست حکومت له ټولو هېوادونو سره د مثبت تعامل او ښو اړیکو غوښتونکی دی. مولوي عبدالکبیر یو ځل بیا ډاډ ورکړی، هېچا ته به اجازه ورنه‌کړي چې، د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

حمدالله فطرت طلوع‌نیوز ته وویل:«د جاپان سفیر د دوحې ناسته مهمه ناسته وبلله او په دې ناسته کې یې د اسلامي امارت د استازو ګډون او  هلته د دوه اړخیزو لیدنو کتنو دوام، د تعامل لپاره ډېر مهم وباله.»

د سیاسي چارو شنونکی جاوېد مومند طلوع‌نیوز ته وايي:«که‌چېرې د دوی ترمنځ یوه ګډه ژبه رامنځته کېږي او دا ستونزې د خبرو اترو له لارې حلېږي، زه فکر کوم چې، دا نور هم اسلامي امارت له نړۍ سره نږدې کوي.»

د سیاسي چارو شنونکی ادریس خان ځاځی هم څرګندوي:«په ټولو غونډو کې چې د نړۍ په هره کچه چې وي د اسلامي امارت د غړو ګډون هلته ضرور او اړین دی. څو وکړای شي چې، وضاحت ورکړای شي تشریحات ورکړي او وکولای شي هغه ابهامات او هغه شایعات چې، د اسلامي امارت په تړاو وررسېدلي دي د هغه په تړاو سپیناوی ورسره وکړي.»

د افغانستان د وضعیت په اړه د دوحې درېیمه غونډه چې تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې په همغږۍ د قطر په کوربتوب ترسره شوه، د ناستې ګډونوالو د افغانستان د بانکي بندیزونو پر لرې کېدو او په دغه هېواد کې له نشه‌يي توکو سره پر مبارزې خبرې کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه