د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرد افغان کډوالو پر ستونزو د خبرو لپاره پاکستان ته تللې دی.
فلیپو ګرانډي په پاکستان کې له یو شمېر افغان کډوالو سره په لیدنه کې ویلي چې د دوی پر ننګونو به له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ وایي د دغه بنسټ کمېشنر له پاکستاني چارواکو سره د خبرو په موخه دغه هېواد ته سفر کړی دی.
فلیپو ګرانډي په پاکستان کې له یو شمېر افغان کډوالو سره کتلي او ویلي یې دي چې د دوی پر ننګونو به له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.
په پاکستان کې خبریال، طاهر خان وايي: ویل کیږي چې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنر به له لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر سره هم وګوري.
بل پلو، په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال وايي چې له جدي اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ دي.
کډوال هیله من دي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ به د دوی د ستونزو د حل په موخه له پاکستاني چارواکو سره یوې هوکړې ته ورسېږي.
په پاکستان کې مېشت افغان کډوال، حاجي نظر و ویل: له افغانستان او ملګرو ملتونو زموږ غوښتنه دا ده چې له پاکستان سره مذاکرات وکړي څو زموږ د کارتونو موده نوره هم وغځوي.
د کډوالو د حقونو فعال، محمد باقر احمدي و ویل: د UNHCR اداره چې په پاکستان کې ده، له تېرو درېیو کلونو راهیسې ادعا لري چې د پاکستان حکومت ورته اجازه نه ورکوي چې کارټونه و ویشي، که د اقامت کارټونه وي او که نور، د کډوالۍ عالي کمېشنر به په دې تړاو هم خبرې وکړي.
بل پلو، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو پر کمېشنرۍ غږ کوي چې له کوربه هېوادونو د افغان کډوالو د جبري اېستلو د مخنیوي لپاره له خپل نفوذه کار واخلي.د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت
ویاند، عبدالمطلب حقاني وايي: "ملګري ملتونه او نړۍواله ټولنه باید له خپل نفوذ کار واخلي او پر ټولو کوربه هېوادونو فشار راوړي څو هلته د کډوالو بنسټیز حقونه خوندي شي."
تر دې وړاندې په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي ویلي وو، پاکستان هیله لري چې د ملګرو ملتونو په مالي مرسته نږدې یو نیم میلیون ثبت شوي افغان کډوال ډېر ژر خپل هېواد ته راستانه کړای شي.
په دې اړه مو اندونه