Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د امر بالمعروف نهې عن‌المنکر وزارت پر ځينو کړنو د یوناما نیوکه

د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما په خپل تازه راپور کې په افغانستان کې د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت پر ځینو کړنو نیوکه کړې ده.

دغه بنسټ په دغه راپور کې پر ځينو بندیزونو په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندې محدودیتونه اندېښمنونکي بللي دي.
  
په دغه راپور کې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵ د ۲۰۲۴ کال د مارچ تر ۳۱ مې پورې تر ډېره د بشري حقونو وضعیت او د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت کړنې ارزول شوې دي.

په راپور کې راغلي چې د لارښوونو او حکمونو د پلي کولو په برخه کې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ځينې لارې چارې د بشري حقونو د نقض لامل کېږي.

د راپور په یوې برخه کې راغلي:«د ۲۰۲۱  کال د اګست له ۱۵مې د ۲۰۲۴  کال د مارچ تر ۳۱، یوناما لږ تر لږه ۱۰۳۳ قضیې ( ۲۰۵ مورده د ښځو پر وړاندې او ۸۲۸ د نارینه‌وو پر وړاندې مستندې کړې چې، په هغو کې د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت برحالو کارکونکو د حکمونو د عملي کولو پرمهال له زوره کار اخیستی او د خلکو ازادۍ او بدني او روحي روغتیا د نقض لامل شوي دي.»

د پوهنتون استاد محمد ایمل دوستیار طلوع‌نیوز ته وویل:«له بده مرغه په دې وروستیو کې د یوناما راپورونه پر واقعیت استوار نه‌دي؛ بلکې دوی په پروژه‌يي بڼه ځانګړې طبقې ارزوي.»

په دغه راپور کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په څو نړۍوالو سندونو کې د افغانستان د غړیتوب او ژمنو یادونه هم شوې چې، د دغو ژمنو پر عملي کېدو یې ټینګار کړی دی.

په دغه راپور کې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت را اخیستل شوی نظر دا دی چې، د اسلامي امارت د اصولي اسنادو بنسټ د هغه د مشر فرمانونه دي چې، د وزارت په وینا په ټولنه کې د اصلاحاتو راوستلو په موخه پلي کېږي.

د یوناما د راپور یوه برخه:«د افغانستان د اسلامي امارت د اصولي اسنادو بنسټ د امیرالمومنین حفظه‌الله فرمانونه دي چې، سرچینه یې اسلامي مصادر دي او دا په ټولو دودیزو نظامونو کې یو منل شوی اصل دی. فرمانونه او تقنیني سندونه په ټولنه کې د اصلاحاتو راوستلو لپاره نافذېږي.»

د سیاي او نظامي چارو شنونکی کامران امان په دې هکله وايي:«دا غوره کړنه ده چې، د امیرالمومنین فرمانونه او اوامر تطبیقوي او د امربالمعروف وزارت دغه فرمانونه په ښه بڼه تطبیقوي.»

د راپور له مخې، د ښځو پر وړاندې له تبعیضي پایلو سره پراخ بندیزونه لګول شوي او د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت د کارکوونکو او د هغه د برحالو ریاستونو له لوري د بشري حقونو نقض د هغوی پر کار د هېوادوالو باور اغېزمن کړی دی.
 
تر دې وړاندې یوناما دفتر په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په تړاو په خپل درې میاشتني راپور کې پر هغه څه نیوکه کړې وه چې، په افغانستان کې یې د ښځو او نجونو د حقونو نقض بللی و. 
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه