په ملګرو ملتونو سازمان کې د قطر دایمي استازي د ملګروملتونو د سرمنشي له سیاسي مرستیالې سره په کتنه کې، د دوحې درېیمه غونډه په افغانستان کې د انساني وضعیت د ښهوالي په موخه، د ټولو لورو د ګډون لپاره ښه فرصت بللی دی.
د دوحې درېیمه غونډه تېره اوونۍ د څه باندې ۲۵ هېوادونو د ځانګړو استازو او د اسلامي امارت د پلاوي په حضور کې په قطر کې جوړه شوه.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې د انټونیو ګوټرش له مرستیالې رزماري ډيکارلو سره د دغه هېواد د دايمي استازي د کتنې په تړاو لیکلي:«دواړو لورو د افغانستان لپاره د ځانګړو استازو په ګډون د دوحې د درېیمې غونډې له پایلو هرکلی وکړ او هغه یې په افغانستان کې د بشري شرایطو د ښهوالي په موخه د ټولو لورو د مشارکت لپاره ښه فرصت وګاڼه.»
د نړۍوالو چارو شنونکی محمد بلال عمر هم په دې هکله وايي:«قطر په منځني ختیځ کې د امریکا یو له ډېرو جدي متحدانو څخه دی، تل د دې په لټه کې دی، څو له موقعیت او اړیکو څخه په استفادې چې، اسلامي امارت سره یې لري د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ خپل ارزښتناکه رول ادا کړي.»
تر دې وړاندې اسلامي امارت د دوحې درېیمې غونډې ترسراوی مثبته بللی او ویلي یې وو چې، د هېوادونو ځانګړو استازو په دغه غونډه کې له افغانستان سره د همکارۍ روحیه درلوده.
خو د افغانستان لپاره د دوحې د درېیمې غونډې پایلې څه دي؟
پخوني ډپيلماټ عزیز معارج د دې په ځواب کې وویل:«دلته (د دوحې غونډه کې) یادونه وشوه چې، باید له افغانستان سره تعامل ولري او خپلو مرستو ته دوام ورکړي او په ټول کې کړې ژمنې چې، په بلې غونډه کې د هغو د پایلو په تړاو به پوښتنه کېږي او پرېکړې به کېږي.»
دا په داسې حال کې ده چې یوه ورځ وړاندې د جاپان سفیر هم د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې د دوحې غونډه مهمه وبلله او زیاته یې کړه چې، هېواد یې په افغانستان کې د بدیل معیشیت لپاره لس مېلیونه ډالر ځانګړي کړي دي.
په دې اړه مو اندونه