Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

شهاب‌الدین دلاور په حکومت کې د نویو ګومارنو له پرېکړې ملاتړ کوي

شهاب‌الدین دلاور نن (سې‌شنبې) د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست په توګه د هدایت‌الله بدري د معرفۍ په مراسمو کې، په اسلامي نظام کې اطاعت یو بنسټيز اصل بللی دی.

ښاغلي دلاور په دغو مراسمو کې ویلي چې په حکومت کې د نویو ګومارنو په تړاو د اسلامي امارت د مشرتابه له پرېکړې ملاتړ کوي.

د کانونو او پټرولیم وزارت پخوانی سرپرست چې اوس د افغاني سرې میاشتې ټولنې د رییس په توګه ګومارل شوی، زیاتوي هغه بېلابېل مسوولیتونه چې په بېلابېلو دورو کې یې د اسلامي امارت په چوکاټ کې لرلي، له صداقت سره یې مخته بیولي دي.

شهاب‌الدین دې ته په نغوتې سره چې په لومړي سره کې یې د کانونو په برخه کې لازم پوهاوی نه‌درلود وویل:«د دې ژمنه مو کړې؛ که په مدرسه کې وو یا په هر بل ځای کې، له مدرسې پیل تر کونسلګرۍ، سفارتونو، د قضا په برخه کې او دلته ځای (وزارت) حساب هم ورکوم.»

بلخوا، د کانونو او پټروليم وزارت نوى سرپرست د شهاب الدين دلاور د کار پر ستاینې سربېره، وايي چې، د هېواد د اقتصاد ودې په موخه به د هېواد په بېلابېلو کانونو کې د بهرنۍ او کورنۍ پانګونې د جلبولو لپاره پراخې هڅې وکړي.

هدایت الله بدري ویلي چې دا ټاکنه امتیاز نه، بلکې یو مسوولیت دی.

ښاغلی بدري زیاتوي:«اسلامي امارت د ټولو ګډ کور دی او په دې کور کې به هر یو خپل مسوولیت د مشرتابه له لزوم دید سره سم ادا کوي، ګرانو ملګرو الله (ج) موږ او تاسو ته داسې یو هېواد او خاوره راکړې چې، د طبیعي زېرمو په درلود سره د نورو هېوادونو پرتله ډېر غني هېواد دی.»

په دې لړ کې د چارو ادارې رییس وايي، په اسلامي نظام کې سیستم د شریعت د اصولو له مخې پر مخ بیول کېږي او په نظام کې حکومتي مسوولیتونه هم یو امانت دی.

د چارو ادارې رییس نورالحق انور وايي:«د شرعي اصولو له مخې نه په دې نظام کې، په دې جوړښت کې، ګومارنې هم د هغوی له مصلحت او لزوم دید سره تعلق لري.»

د کانونو او پټرولیم په وزارت کې د هدایت‌الله بدري له معرفي کېدو وروسته، شهاب‌الدین دلاور د اسلامي امارت د بېلا بېلو مسوولانو په حضور سره د یو جلا پروګرام پرمهال د سرې میاشتې د سرپرست په توګه معرفي شو.
 
د کانونو او پټروليم وزارت نوى سرپرست وايي چې، د هېواد د اقتصاد ودې په موخه به د هېواد په بېلابېلو کانونو کې د بهرنۍ او کورنۍ پانګونې د جلبولو لپاره پراخې هڅې وکړي.

شریک یي کړئ