روسیې او هند په یوې ګډې بیانیه کې له یوه خپلواک، سولهییز او له نشهيي توکو پاک افغانستان څخه ملاتړ کړی دی.
د دغې بیانیې پر بنسټ، دواړو لورو د اقتصادي، سیاسي او له ترهګرۍ سره د مبارزې پر مسایلو د خبرو اترو سربېره، هیله څرګنده کړې چې، په افغانستان کې له ترهګرۍ سره مبارزه ګټوره وي.
د روسیې او هند د ګډې بیانیې په یوې برخه کې راغلي:«دوی د یو خپلواک، متحد او سولهییز، له ترهګرۍ، جګړې او نشهیي توکو څخه د پاک هېواد په توګه چې له ګاونډیانو سره په سوله کې ژوند وکړي او د افغان ټولنې د ډېرو زیانمنونکو طبقو په ګډون د بنسټیزو حقونو او بشري ازادیو درناوی تضمین کړي ملاتړ کوو.»
د سیاسي چارو شنونکی کامران امان په دې هلکه وايي:«د بهرني سیاست محتوا باید معلومه شي، چې په کوم دریځ دوی روان دی او په داخل کې هم یوه ملي اجماع وکړي چې نور هېوادونه هم په اسلامي امارت اعتماد وکړي.»
د دغې بیاینې له مخې، دوی د بیړنیو او غیر مشروطو بشري مرستو او سیاسي غوښتنو د تضمین پر اړتیا ټینګار وکړ.
ورته مهال، اسلامي امارت هم د سرپرست حکومت په تړاو د روسیې او هند د مشرانو له څرګندونو هرکلی کوي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په دې هکله څرګندوي:«موږ د هغو هېوادونو د مثبت موقف او دریځ هرکلی کوو چې، په افغانستان کې شته واقعیتونه او پرمختګونه درک کوي. او له افغانستان سره ښې اړیکې غواړي، دا واقعیتونه دي چې، افغانستان یو خپلواک هېواد دی او په افغانستان کې اسلامي امارت یو واکمن او واحد نظام دی.»
د سیاسي چارو بل شنونکی محمد اېمل دوستیار هم وايي:«موږ باید د نړۍ له هېوادونو سره داسې چلند ونهلرو چې، له موږ مخ واړوي. موږ باید د نړۍ او سیمې هېوادونو ته د اړیکو او دوستۍ لاسونه اوږده کړو او له هغوی سره باید تعامل ولرو.»
تر دې وړاندې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم په افغانستان کې ټیکاو د مسکو لپاره مهم ګڼی او له اسلامي امارته یې په افغانستان کې د ټولګډوني حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې وه.