د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د روسیې ټاس خبري اژانس ته ویلي چې د ترهګرو له نوملړه «د طالب چارواکو» د نومونو د ایستلو بهیر روان دی.
ټاس خبري اژانس په یوه راپور کې د ښاغلي کابلوف له قوله لیکلي چې، دغه بهیر «ډېر ښه» مخته روان دی.
د روسیې د ټاس خبري اژانس د راپور یوه یوې برخه کې راغلي:«کابلوف د دې پوښتنې په ځواب کې چې، طالبان به کله له نوملړه وایستل شي، وویل: کله چې ټول پړاوونه بشپړ شي، لا تر اوسه دوام لري. له هغه وپوښتل شول چې ایا بهیر ښه روان دی، هغه وویل: البته.»
د سیاسي چارو شنونکي سلیم پيګیر وویل:«د منځنۍ اسیا ډېری هېوادونه او نور هېوادونه چې، د روسیې له سیاسته تقلید کوي، هغوی هم دغه کار کوي چې، دا د افغانستان د خلکو په ګټه پرېوځي.»
روسیه هغه هېواد دی چې، تل له اسلامي امارت سره د نړۍ پر تعامل ټينګار کوي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له دې مخکې، د ترهګرو له نوملړه د طالب چارواکو د نومونو پر ایستلو له ټینګار سره ویلي دي چې هغوی په افغانستان کې واقعي ځواک دی.
له دې سره هممهاله، اسلامي امارت د مسکو پرېکړه یو مثبت ګام بولي او وایي، دا د افغانانو حق دی چې د چارواکو نومونه یې له نوملړه لرې شي او پر افغانستان ټول بندیزونه هم لېرې کړای شي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت طلوعنیوز ته وايي:«د افغانستان د خلکو حق دی چې د هغوی د چارواکو نومونه له تور نوملړه لېرې شي او پر افغانستان ټول بندیزونه هم لېرې کړل شي.»
د سیاسي چارو ځيني شنونکي پر دې باور دي چې، د روسیې لخوا د بندیزونو له نوملړه د اسلامي امارت د نوم ایستل ښايي د نړۍ له ځینو هېوادونو سره د اسلامي امارت پر اړیکو مثبت اغېز ولري.
د سیاسي چارو شنونکی محمد زلمی افغانیار وايي:«د افغانستان اوسني چارواکي هم باید د ملي ګټو له خوندیتوب سره ګام پورته کړي، تقابل نه تېر شي او د خبرو اترو پر چورلیز تفاهم دې مطرحه کړي.»
قزاقستان لومړنی هېواد و چې، د اسلامي امارت د چارواکو نومونه یې تر هغې وروسته د ترهګرو ډلو له نوملړه لېرې کړل چې، د روسیې د عدلیې او بهرنیو چارو وزارتونو ولسمشر ولادیمیر پوتین ته د ترهګرو ډلو له نوملړه د طالبانو د نوم د ایستلو وړاندیز وکړ.