د ځینو پاکستاني رسنیو د راپور پر بنسټ، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر لومړی مرستیال اسحاق ډار د دغه هېواد د استازو جرګې د بهرنیو چارو کمېتې په غونډه کې ویلي چې، تر راتلونکو څو ورځو به افغانستان ته سفر وکړي.
که څه هم افغانستان ته د نوموړي د سفر موخه تر اوسه نه ده روښانه شوې؛ خو د دغه رپوټ په یوه برخه کې راغلي چې، اسحاق ډار د یوې پوښتنې په ځواب کې یو ځل بیا ادعا کړې چې، د پاکستاني طالبانو تحریک غړي په افغانستان کې دي.
د اسحاق ډار د څرګندونو په یوې برخه کې راغلي:«زه به څو راتلونکو ورځو کې افغانستان ته لاړ شم، افغانستان مو ورور هېواد دی، په خواشینۍ سره په داسو کې پر چینايي وګړو برید کې د پاکستاني طالبانو تحریک لاس لري او دا تحریک په افغانستان کې دی.»
دا په داسې حال کې ده چې، تر دې وړاندې هم افغانستان ته بېلابېل پاکستاني چارواکي راغلي وو؛ خو افغانستان ته ددغه تګ راتګ ګټه څه ده؟
د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي:«لیده کاته کولای شي ګټور پرېوځي. له نیوکې باید ډډه وکړو او د دواړو هېوادونو ترمنځ باید سټراټېژيکې خبرې اترې وشي چې، بالاخره موږ یوې پایلې ته ورسېږو؛ خو هغه څه چې دوی یې ادعا لري چې، د ټيټيپي موضوع ده، زه فکر کوم چې دا افغانستان او پاکستان له صلاحیته وتلې خبر ده.»
د سیاسي چارو شنونکی سید عبادالله صادق هم وايي:«د بهرنیو چارو وزیران باید تګ راتګ وکړي. کله چې اسحاق ډار دلته راغی د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر باید هلته ولاړ شي. پر دې بنسټ کېدای شي چې، ډېر پېچلي سیاسي مسایل له هماغې سیاسي ټرمینالوژۍ، له هماغو سیاسي موخو او سیاسي خبرو اترو سره حل کېږي.»
سره له دې چې، اسلامي امارت د ښاغلي ډار د څرګندونو او سفر په تړاو څه نهدي ویلي؛ خو تر دې وړاندې یې تل په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د تحریک حضور او له دغه تحریک څخه ملاتړ رد کړی دی.