Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ګیله من وزیر؛ شاعر او د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي په روغتون کې ساه ورکړه

د پښتون ژغورنې د مرکزي شورا غړی او شاعر ګیله من وزیر تېره شپه د پاکستان په یوه روغتون کې ساه ورکړه.

ګیله من وزیر د روانې اونۍ د یکشنبې په ماښام د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې د څو ناپېژندو کسانو له لوري سخت ووهل شو او تر هغې وروسته د اسلام آباد په یوه روغتون کې بستر شو او بالاخره تېره شپه یې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین د ګیله من وزیر د مړېنې د خبر له پخلي سره وایي، که پاکستاني پولیس د دغه برید عاملان پیدا نکړي، نو دا به وښيي چې په دغه برید کې د پاکستان حکومت لاس لري.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر، منظور پشتین و ویل: زما له خولې یې وتل ډېر مشکل دي، خو ګیله من پشتین، یانې هغه زموږ په منځ کې نشته دی.

د ګیله من وزیر اصلي نوم حضرت نعیم او د شمالي وزیرستان د رزمک سېمې اوسېدونکی وو.

ګیله من وزیر د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پشتین له نږدې ملګرو او د یاد غورځنګ د مرکزي شورا غړی او د پښتو ژبې شاعر وو.

نوموړی په خپلو انقلابي شعرونو کې پښتانه یوالي ته رابولي او تل د تیرو کلونو له جګړو او ستونزو یادونه کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي شورا غړی او شاعر، ګیله من وزیر په یوه غونډه کې ویلي و: 

پخپل وطن کې دې ویزه پاسپورټ بیخي نه منم
ته تذکره نه منې، زه شناختي نه منم
 ته چې زموږ ملي رهبر منظور پشتین نه منې
 زه قاعد اعظم، علامه اقبال او یو چودري نه منم

ګیله من وزیر د پاکستان پر دولت سختې نیوکې کولې او ډیری وخت په لویو غونډو کې د افغانستان پر درې رنګه بیرغ سمبال جامو سره را څرګندیده.

نوموړي د پښتونو د حقونو لپاره د خپلو فعالیتونو او حماسي شعرونو له امله د ځوانانو په زړونو کې ځای درلود.

 نوموړی تر دې وړاندې د پاکستان د پوځ له لوري ۸ میاشتې بندي وو او په دې موده کې هم شکنجه شوی وو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی، حنیف پښتین وايي: د هغه لوی ارمان دا و چې لوی کور، لوی افغانستان جوړ شوی وای، پښتانه مې په خوښۍ لیدلي وای، د خپلواکۍ په لمانځنه لیدلي وای، که موږ بیا نه و هم به نه و.

پر ښاغلي وزیر برید په کور دننه او بهر له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی.

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي، د پخواني حکومت یو شمېر سیاسي څیرو، د دغه غورځنګ غړو او یو شمېر پاکستاني څیرو په ټولنیزو پاڼو کې په خپلو پیغامونو کې د ګیله من وزیر مړینه خواشینونکې بللې ده.

حامد کرزي ته نږدې کس، شهزاده مسعود و ویل: ولسي شاعر، د امن د سولې، د اتفاق او د اتحاد سرسخت پلوي و، بلکې دده شهادت یوه لویه ضایع وه.

د سیاسي چارو شنونکي، معین ګل څمکني و ویل: ده تل دغه غوښتل چې له افغانانو سره یو ځای په خپل دین په خپل کلتور ملبس اوسیږي.

ګیله من وزیر دوه ځله واده کړی وو چې پځه ماشومان، درې لوڼې او دوه زامن ترې پاتې شول.

د ښاغلي وزیر د خپلوانو په وینا ټاکل شوې د نوموړي جنازه سبا په شمالي وزیرستان کې خاورو ته وسپارل شي.

د پاکستان حکومت تر اوسه پر ګیله من وزیر د برید په اړه څه نه دي ویلي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین د ګیله من وزیر د مړېنې د خبر له پخلي سره وایي، که پاکستاني پولیس د دغه برید عاملین پیدا نکړي، نو په دغه برید کې د پاکستان حکومت لاس لري.

شریک یي کړئ