Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

نوري: له پولو ساتنه د اسلامي امارت فریضه ده

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست وايي، د هېواد له سرحدونو ساتنه د اسلامي امارت یو له مهمو مسوولیتونو شمېرل کېږي.

نورالله نوري زیاتوي، د هېواد سرحدونه د افغان ولس یو له مهمو ارزښتونو دي او د هغو په ساتنه کې به هېڅ ډول ناغېړي ونه کړي.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت سرپرست، نورالله نوري و ویل: د افغانستان یوه لویشت خاوره موږ ته تر سر هم ډېر ارزښت لري. دا د اسلامي نظام حدود دي. د اسلامي نظام د حدودو ساتنه زموږ فریضه ده.

نوموړي د خپلو څرګندونو په یوه برخه کې یو ځل بیا په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پر حضور نیوکه وکړه او وایي چې بهرني ځواکونه د افغانانو د ذهنونو د منحرف کولو لپاره هېواد ته راغلي وو، نه له افغانانو سره همکارۍ ته.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت سرپرست، نورالله نوري زیاته کړه: امریکایان دلته یوازې د سنګر ساتنې لپاره نه و راغلي چې د اسلامي امارت وګړي وځپي. امریکایان په افغانستان کې د دین د عقیدې د بنیاد ایستلو لپاره راغلي وو.

په ورته مهال د یاد وزارت د قبایلو چارو د جرګو او همغږۍ رییس هم ټینګار کوي چې اسلام د ټولو حقونه ورکړي دي، ملت او حاکم مکلف دي چې د یو بل حقونه مراعت کړي.

د قبایلو چارو د جرګو او همغږۍ رییس، حضرت ولي حقاني و ویل: که قوم پرستي جوړیږي، یا زبان پرستي جوړیږي دا به د قومي مشر له ادرسه جوړیږي، یا د والی یا رییسه جوړیږي. چې یو قام ته په یوه نظر وګورئ بل قام ته په بل نظر وګوره چې له دې به په قام او کلي کې ستونزه رامنځته کیږي.

د یاد وزارت سرپرست دغه راز ټینګار وکړ چې په افغانستان کې ریښتینی اسلامي نظام واکمن شوی او دا کار د زیاتو قربانیو په پایله کې شوی او اوس باید ساتنه ترې وشي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه