Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بښنې نړۍوال سازمان: د یوناما راپور د بشري حقونو نقض را څرګندوي

د بښنې نړۍوال سازمان وايي، د یوناما وروستي راپور په افغانستان کې د اساسي ازادیو او د بشري حقونو د نقض په تړاو د امربالمعروف او نهې عن المنکر نقش بربنډ کړی دی.

دغه سازمان همداراز له ملګرو ملتونو غوښتي چې، په افغانستان کې د جرایمو د څېړنې په موخه د ځواب ورکړې لپاره یو نړۍوال خپلواک میکانیزم جوړ کړ.

د بښنې نړیوال سازمان، لیکلي: (دوی دغه راز باید ډاډ ترلاسه کړي چې جنسیتي عدالت لومړیتوب کې راځي او د بشري حقونو د مدافعیو ښځو او مدني ټولنې ونډه وال د افغانستان د راتلونکي په اړه له طالبانو سره په ټولو تعاملاتو کې مرکزي برخه ده. په دې کار کې ماتې د ریښتونولۍ، عدالت او غرامت لپاره د هغوي قربانیو او حقونو ته د شا کولو په مانا ده.)

د بښنې نړۍوال سازمان د سویلي اسیا د برخې څېړونکی، زمان سلطاني وايي: هغه څه چې د امرباالمعروف او نهې عن المنکر وزارت کوي، د بشري حقونو ښکاره او منظم نقض دی.

تر دې وړاندې د امرباالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند هم د یوناما په رپوټ کې د شویو ادعاګانو په ردولو سره زیاته کړې چې په هېواد کې د ښځو او نارینو شرعي حقوق خوندي دي او له ټولو سره شرعي چلند کیږي.

د امرباالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند، عبدالغفار فاروق وايي: په افغانستان کې د اسلامي امارت له راتګ سره د ټولو که هغه ښځې وي او که نارینه وي، حقونه یې تامین شوي دي او له ټولو سره شرعي چلند کیږي.

بل لور ته د اسلامي امارت غړی محمد صادق عاکف د طلوع نیوز په یوه خپرونه کې د یوناما د رپوټ په غبرګون کې وايي چې د ټولنې د ټولو وګړو حقوق د شریعت له مخې تامین دي او اسلامي امارت د شرعي احکامو پر پلي کولو مکلف دی نه د نړۍ د فرمایشونو.

د اسلامي امارت غړی، محمد صادق عاکف په دې اړه وايي: موږ په شریعت مکلف یو، موږ ددوی پر فرمایشونو نه یو مکلف، که دوی موږ فرمایشونه راکوي نو بیا دې د غزې وحشت وغندي.

له دې سره هم مهاله د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان او د ښځو د حقونو فعالانې د بښنې نړیوال سازمان د خبرپاڼې او یاد رپوټ د خپرېدو په تړاو بیلابیل لیدلوري لري.

د سیاسي چارو شنونکي، فضل الرحمن اوریا و ویل: د امرباالمعروف وزارت دې د یوې خبري غونډې په ترڅ کې د دغه راپور پر وړاندې خپل دریځ په بشپړه توګه مشخص کړي. خپل ځای باید توضیح او تشریح کړي.

د ښځو د حقونو فعالې، تفسیر سیاه پوش و ویل: موږ له نړۍوالې ټولنې نه غواړو چې هغوی دې له موږ سره د شعار تر حده وي، موږ غواړو هغوی موږ ته وښيي چې څه یې کړي هغه راته د پایلې په توګه را څرګند کړي.

دا په داسې حال کې ده چې یوناما په یو رپوټ کې د امرباالمعروف او نهې عن المنکر وزارت پر کارکړنو نیوکه کړې او زیاته کړې یې وه چې یاد وزارت د ځینو هېوادوالو حقونه نقض کړي دي.

اسلامي امارت د یوناما دغه راپور ردوي او وايي، په هېواد کې د ټولو وګړو حقونه د شریعت په رڼا کې خوندي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه