Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د ۱۴۰۳ کال د کانکور ازموینې وروستۍ پړاو ترسره شو

د ازموینو ملي ادارې ویلي چې، نن (جمعه) په پلازمېنه کې د ۱۴۰۳ کال د کانکور ازموینې وروستۍ پړاو ترسره شو.
 
 نننۍ ازموینه د متفرقه داطلبانو، له هېواده بهر، د ولایتونو د غیر حاضرانو، څوارلسم پاسانو او له دیني مدرسو د فارغانو څخه واخیستل شوه.

د ازموینو ملي ادارې سرپرست عبدالباقي حقاني وايي چې، د ۱۴۰۳ کال د کانکور ازموینه کې څه باندې ۱۰۰ زره کسانو ګډون کړی دی.

د ازموینو ملي اداري سرپرست وویل:«سږکال ځوانانو په هغې کې ډېره دلچسپي واخیسته موږ ازموینه په پنځو دورو وېشلې وه او دا وروستۍ پړاو دی څه باندې ۱۰۰ زره ځوانانو په کې ګډون کړی دی.»

د پوهنې وزارت استازی عبدالولي سادات هم څرګندوي:«په معلوماتو کې کیفیت پیدا شي، بیا به دا منتج د نتیجې وي، د کومې نتیجې لپاره چې، ته کار کوې او ملت چې، تا ته کومې هیلې لري نو، هغه به بیا ستا د علم د کیفیت پيدا کېدو کې بیا هغه لاسته راوړنې په لاس راشي.»

۲۳ اسدالله کلن چې خپلې دواړه پښې یې د هاوان د چاودنې له امله له لاسه ورکړي له پکتیا ولایت څخه د کانکور متفرقه ازموینې د ورکړې لپاره کابل ته راغلی دی وايي:«په راتلونکي کې غواړم چې، ډاکټر شم او د خلکو لپاره خدمت وکړم او هیله مې دا ده چې، خپل وطن هر وخت ودان او سوکاله ووینم.»

ورته مهال د کانکور ازموینې یو شمېر ګډونوال له اسلامي امارته غواړي چې، په راتلونکو کلونو کې د کانکور ازموینې د اخیستو لړۍ نوره هم ساده کړي.

د کانکور ازموینې ګډونوال محبت‌الله وویل:«پوښتنې زیات دي، ۱۶۰ پوښتنې دي، هیله لرو چې کمې شي او همدارنګه ځوانانو ته نورې زمینې هم برابرې کړي.»

د کانکور ازموینې ګډونوال محمد مصدق هم څرګندوي:«د نجونو ښوونځي دې پراینستل شي، څو هغوی هم زده‌کړې وکړي؛ ځکه یوه ټولنه له ښځې او نجلۍ پرته هېڅ ده.»

د ازموینو ملي ادارې سرپرست دغه‌راز وايي چې، د پنځم پړاو تر پای ته رسېدو لس ورځې وروسته به د ۱۴۰۳ کال د کانکور ازموینې پایلې اعلان کړي.
 
د ازموینو ملي ادارې سرپرست عبدالباقي حقاني ویلي چې د روان کال د کانکور ازموینې وروستۍ پایلې به تر راتلونکو ۱۰ ورځو اعلان شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه