د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد په افغانستان کې د القاعده، پاکستاني طالبانو تحریک او د نورو ډلو د حضور په تړاو د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څارنې او تحلیلي ملاتړ ډلې راپور رد کړی دی.
ښاغلی مجاهد طلوعنیوز ته ویلي چې، په هېواد کې هېڅ بهرنۍ ډله شتون نهلري او د داعش ډلې ګواښ هم په ټیټه کچه کې دی.
نوموړی زیاتوي چې، اسلامي امارت د خپلې تګلارې له مخې هېڅ کس او ډلې ته اجازه نهورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.
د اسلامي امارت ویاند وویل:«د ملګرو ملتونو سازمان د راپور دا برخه چې ګواکې داعش په افغانستان کې یو ګواښ دی یا نورې ډلې چې، نومونه یې اخیستي دي، سم نهدي. لومړی دا چې، د داعش ګواښ ډېر ټيټ دی، ډېره دقیقه مبارزه شوې او په دې ټول پوهېږي چې، په افغانستان کې نورې بهرنۍ ډلې هم حضور نهلري.»
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څارنې او تحلیلي ملاتړ ډلې په یوه راپور کې ادعا کړې چې، په افغانستان کې ترهګر سازمانونه فعالیت لري. په دغه راپور کې دغهراز ادعا شوې چې، دغه سازمانونه او ډلې په افغانستان کې ځواک او پناځایونه لري.
د سیاسي چارو شنونکی سید قریبالله سادات وايي:«دا راپور استخباراتي او سیاسي دی؛ نه زړه سوانده راپورونه چې، د افغانستان لپاره ګټه ولري او وکړای شي مثبت بدلون راوړي او د افغانستان خلک خوشحاله کړي. دا هغه راپورونه دي چې، د یوه تیاره راتلونکي لپاره یې سناریو جوړوي.»
د سیاسي چارو بل شنونکی یوسف امین ځاځی هم څرګندوي:«نړۍوالې او سیمهییزې سیالۍ د دې لامل شوي چې ترهګر رامنځته شي. روسیه یوه ډله تمویلوي او امریکا یوه بله او عرب، پاکستان او ایران هم نورې ډلې تمویلوي.»
د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څارنې او تحلیلي ملاتړ ډلې ویلي وو چې د اسلامي امارت د کابینې او مشرتابه د ۳۵ غړو په ګډون د ۶۱ جګپوړو چارواکو نومونه د نړیوالو بندیزونو په نوملړ کې دي.
په دې اړه مو اندونه