Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پښتین د پاکستان حکومت ته:پښتانه نور له تاسو سره په دې شرایطو تګ نه‌شي کولای

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په شمالي وزیرستان کې د مبارز شاعر او د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي ګېله‌من وزیر د جنازې په مراسمو کې ویلي، د پاکستان هغه سیاستونه چې، د افغانانو پر وړانډې یې لري، د منلو نه‌دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وايي:«زه د پاکستان ریاست چارواکو ته هم وایم، داسې ښکاري چې زموږ او تاسو نوره ونه‌شوه، داسې ښکاري، نور دغه حالات چې تاسو جوړوئ پښتانه نور له تاسو سره په دې شرایطو تګ نه‌شي کولای.»

هغه په دغو مراسمو کې خپل پلویان یووالي او زغم ته راوبلل او ټينګار یې وکړ چې، په هېڅ بیه به خپله خاوره پرېنږدي او په دې موخه مبارزه دوام لري.

منظور پښتین څرګندوي:«حوصلې به نه‌بایلئ، همت به نه‌بایلئ، سل زره سرونه قربان وو؛ خو دا وطن ورته نه‌پرېږدو، دا خپله خاوره ورته نه‌پرېږدو.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر پر ګیله‌من وزیر د برید په تړاو د پاکستان حکومت ګرم ګڼي او ټينګار کوي چې د اکټوبر تر یوولسمې به د افغان قبایلي ولس ګډه پرېکړه روښانه کړي.

د سیاسي چارو شنونکی  محمد اسلم دانشمل وايي:«د پاکستان د حکومت او د قبایلو ترمنځ بې‌باوري رامنځته شوې، د دغې باورۍ پر سیاسي او ټولنیز وضعیت باندې اغېز کړی، دغو خلکو دېر جبر زغملی او نور یې د صبر کاسه ډکه شوې ده.»

د سیاسي چارو شنونکي خیر محمد سلطاني هم څرګنده کړه:«په لر او بر کې دا یوه لویه ضایع ده، دښمن دې په دې پوه شي چې د ده (ګیله‌من وزیر) پر میړنې چې، کوم ملت راپورته شوی او غږ یې اوچت کړی دا غږ نه خاموشه کېږي دا به لا غښتلی کېږي او د کامیابۍ پوړۍ ته به رسېږي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان حکومت تر اوسه پر ګېله‌من وزیر د برید په تړاو هېڅ ډول نظر نه‌دی څرګند کړی.
 
شریک یي کړئ