Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کمرو د نصبولو له طرحې د کورنیو چارو وزارت رضایت

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې، پلازمینه د ۹۰ زرو کمرو له لګول کېدو وروسته بریالي شوي چې، په کابل کې د ځينو پېښو مخه ونیسي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع زیاتوي چې، د وزارت د څلور کلن پلان له مخې په ولایتونو کې هم د کمرو د نصبولو کار روان دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند څرګندوي:«په پلازمېنه کې کابو ۹۰ زره امنیتي کمرې چې، ډېری یې له ګڼې ګوڼې په ډکو سیمو کې لګول شوي دي کنټرولېږي.»

ښاغلی قانع دغه‌راز زیاتوي چې، د امنیتي کمرو په نصبولو سره توانېدلي، چې د امنیت ضد یو شمېر پلان شوي پراګرامونه او جنایي جرمونه شنډ کړي او ټینګار کوي چې، د کمرو په لګولو سره د جرمونو کچه راټیټه شوې ده.

د نظامي چارو شنونکی زلمی افغانیار طلوع‌نیوز ته وايي:«شک نشته چې امنیتي کمرې د هېوادوالو د امنیت په تامین کې خپله اغېزه لري؛ خو په دې شرط چې، وکړای شو هغه له مرکزي سرورونو سره وصل کړو او ۲۴ ساعته برېښنا برابره کړو.»

د نظامي چارو شنونکی کامران امان هم څرګندوي:«امنیتي کمرې د امنیتي ځواکونو لپاره یو ستر کومک دی او خلکو ته هم. د دغو کمرو له وېرې د غلاوو مخه نیول شوې ده.»

بل پلو، د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي له امنیتي ځواکونو غواړي چې د امنیتي کمرو ترڅنګ د امنیت د ټینګښت لپاره هڅې وکړي.

د کابل اوسېدونکي محمد عابد وویل:«امنیتي کمرې له امنیتي ځواکونو سره مرسته کوي؛ خو بیا هم ډېرو هڅو ته یې اړتیا ده او باید پشت‌کار ولري.»

که څه هم په پلازمېنه کې د امنیتي کمرو له نصبېدو نږدې یو کال تېرېږي؛ خو ځينې هېوادوال لا هم په هېواد کې له جنایي جرمونو سرټکوي او له اسلامي امارته غواړي چې په دې برخه کې جدي مبارزه وکړي.

ښاغلی قانع دغه‌راز زیاتوي چې، د امنیتي کمرو په نصبولو سره توانېدلي، چې د امنیت ضد یو شمېر پلان شوي پراګرامونه او جنایي جرمونه شنډ کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه