Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

شکېب: سیاسي مسایل باید کډوالو پورې ونه تړل شي

اسلام اباد کې د اسلامي امارت سفیر، سردار احمد شکېب د پاکستان د سرحدي سیمو له وزیر، امیر مقام سره کتلي او دغه هېواد کې یې د افغان کډوالو د وضعیت د پرمختګ په اړه خبرې کړې دي. 

اسلام اباد کې د افغانستان له سفارته په یوه خبرپاڼه کې راغلي، دغه کتنه کې سردار احمد شکېب د پاکستان په اقتصادي پرمختګ کې د افغان کډوالو پر ورل ټینګار کړی او ویلي یې دي چې، د دواړو هېوادونو ترمنځ امنیتي او سیاسي موضوعات باید د کډوالو پورې ونه تړل شي. 

ورته مهال، ځینې هغه افغان کډوال چې پاکستان ته د ښه ژوند په هیله کډوال شوي و اوس اړ څو په جبري توګه هېواد ته راستانه شي. 

دوی د پاکستان له حکومته غواړي څو هېواد د راستنېدو په برخه کې نور وخت هم ورکړي. 

پاکستان کې افغان کډوال و ویل: « وروره لږ تر لږه درې کاله وخت ته اړتیا ده، دلته د چا کور دی، د چا پلورنځای دی کاروبار یې ده، په یوځل هر څه نشو خرابولی، نو ورو ورو خپله ځو.»

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت هم ویلي، تېرو شاوخوا پنځه ورځو کې څه د پاسه نهه زره افغانان له پاکستان او ایرانه راستانه شوي دي. 

د کډوالو د حقونو فعال، محمد خان طالبي هم و ویل: « د یوه حکومت په توګه مسوول دی چې له ګاونډیو او کډوالو د کوربه هېوادونو سره تعامل وکړي او ملي با ثباته طرحه جوړه کړي.»

تر دې وړاندې د لومړي وزیر په مشرۍ د پاکستان د حکومت کابینې دغه هېواد کې د پي او ار کارت لرونکو افغان کډوالو د اوسېدو موده د ۲۰۲۵ زېږیز کال د جون تر ۳۰مې وغځوله. 

د خبرپاڼې لمخې، دغه کتنه کې د کډوالو ستونزو ته د رسېدو په موخه افغانستان د سفارت، د پاکستان د سرحدي سیمو د وزارت او افغان کمیسارۍ ترمنځ د یوې ګډې کمېټې د جوړولو وړاندیز هم شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه