Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

جاني مرسر: که په بند هم محکوم شم د سرتېرو هویت نه روښانه کوم

د بریټانیا د کابینې وزیر جاني مرسر یوځل بیا د هغو سرتېرو د هویت له روښانوول ډډه وکړه چې ده ته یې په افغانستان کې د برېټانيوي سرتېرو د جنګي جرمونو په اړه مالومات ورکړي دي. 

جاني مرسر وایي، که په بند هم محکوم شي نو د دغو سرتېرو نومونه به روښانه نه کړي. 

د حقوقي چارو شنونکي، نقیب الله نوري و ویل: « که دوی ونشي کولای چې دغه مسله تطبیق کړي او یا یې سمه وڅېړي او عاملین د قانون منګولو ته وسپاري نو بیا به هیڅ هېواد هم پر دوی باور ونه کړي او هر هېواد چې په هر ډول یې وغواړي هغه کار کوي.» 

سکای نیوز راپور ورکړی چې، "د افغانستان په اړه د خپلواکې څېړنې" مشر، چارلز هیډن کیو جاني مرسر ته د روانې جولای میاشتې تر ۲۵مې وخت ورکړی څو د یادو سرتېرو هویت روښانه کړي. 

هېواد کې د بهرنيو ځواکونو لخوا د جنګي جنايتونو د قربانيانو يو شمېر خپلوان هم د عدالت غواړي.

د قرباني شوي خپل، عبدالغیور و ویل: « دغه ویجاړۍ، شهیدان او اقتصادي زیانونه یې چې موږ ته رسولي، باید یې ځواب ووایي.»

فضل احمد هم و ویل: « ماشومانو څه ګنا کړې وه، زه د دوی ګرېوان نیسم او دوی باید ځواب ووایي، که نن وي او که سبا وي.»

اسلامي امارت هم تر دې وړاندې ویلي و چې افغانستان کې بهرنیو ځواکونو د تېرو شلو کلونو پر مهال ګڼ جنګي جنایتونه ترسره کړي دي او دغه جنایتونه باید وڅېړل شي. 
 
پر جاني مرسر وروسته تر هغې د سرچینو د روښانه کولو په اړه فشارونه زیات شول چې، نوموړي د روان زېږیز کال په فبرورۍ میاشت کې د برېټانیا په یوه محکمه کې افغانستان کې د دغه هېواد د سرتېرو له جنګي جرمونو پرده پورته کړه.

شریک یي کړئ