Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د امریکا بهرنیو چارو وزارت: زموږ درې وګړي په افغانستان کې بندیان دي

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې، درې امریکایان د اسلامي امارت په بند کې دي.

واشینګټن ایګزامینر د دغه وزارت د یوه ویاند له قوله لیکلي چې، رایان کوربټ، محمود حبیبي او جورج ګلزمن هغه درې امریکایي وګړي دي چې، د اسلامي امارت به بند کې دي.

واشینګټن اګزمېنر لیکلي:«د افغانستان بلوم شرکت کارکوونکی رایان کوربټ، د اي آر اېکس د ارتباطاتو شرکت کارکوونکی محمود حبیبي، د یوه هوایي شرکت انجنیر او سیلانی جورج گلزمن هغه امریکایان دي چې، په افغانستان کې بندیان دي.»
          
د سیاسي چارو شنونکی سید اکبر سیال وردک په دې هکله وايي:«کله چې، دوی افغانستان ته راځي، دا باید په ډاګه شي چې دوی د جاسوسۍ لپاره راځي، د سیاحت لپاره راځي و یا هم غواړي چې، له کلتوري ځایونو لیدنه وکړي. که‌چېرې د دوی موخه سیاحت وي، په دې صورت کې د قانون پر بنسټ دوی باید بندیان نه‌شي؛ خو که‌چېرې موخې یې معرضانه وي او جاسوسۍ په موخه راځي، د قانون پر بنسټ دوی باید بندیان او سزا ورکړل شي.»

اسلامي امارت په افغانستان کې بندي امریکایي وګړي دوه تنه بولي او د هغوی د نیول کېدو لامل له قوانینو سرغړونه ګڼي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال زیاتوي چې دوی په دې تړاو یې له امریکايي استازو سره هم خبرې کړي دي.
             
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمد الله فطرت څرګندوي:«دا مهال دوه تنه امریکايي وګړي په افغانستان کې بندیان دي، د اچې دوی د هېواد له قوانیونو څخه سرغړونه و تخلف کړی و، دوی نیول شوي په دې هکله زموږ استازو له امریکايي لورو سره هم خبرې ارتې کړې دي.» 
       
د سیاسي چارو شنونکی سمیع‌الله احمدزی هم وايي:«که دغه بندیان له یو بل سره  تبادله شي او دوی هوګړه وکړي، دا به په پډيلوماټيکو اړیکو کې یو څه پرمختګ وي او ښه خبره به وي.  »

تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند په یوه خبري کنفرانس کې ویلي وو چې، په افغانستان کې د امریکايي وګړو نیول کېدل له اسلامي امارت سره د مثبت تعامل  پر وړاندې یو لوی خنډ دی.

شریک یي کړئ