د لوړو زده کړو وزارت او د ملي پراختیا شرکت تر منځ د همکاریو یوه هوکړه لاسلیک شوه.
د ملي پراختیا شرکت رییس وايي، دغه عملیاتي بنسټ چې په ودانیزو او رغنیزو، تولیدي، کاني او کرنیزو برخو کې کار کوي، کولای شي د کار د پرمختګ او په عملي ډګر کې د محصلانو د ظرفیت د کچې د لوړلو په برخه کې همکاري وکړي.
د ملي پراختیا د شرکت اجراییه رییس، عبدالرحمن عطاش و ویل: «د لوړو زده کړو وزارت او ملي پراختیايي شرکت ترمنځ داسې هوکړه رامنځته شي چې موږ وکړای شو د تیوري له پلوه او ملي پراختیايي شرکت د پلي کولو له پلوه هغه پروګرامونه چې همغږي پرې شوې جوړ شي.»
بل پلو، د لوړو زده کړو وزارت سرپرست هم د دغه وزارت او د ملي پراختیا شرکت تر منځ هوکړه د هېواد په پرمختګ په برخه کې ارزښتناکه ګڼي او زیاتوي چې د هېواد پوهنتونونه کولای شي په بېلابېلو برخو کې د ملي پراختیا د پروژو په برخه کې همکاري وکړي.
د لوړو زده کړو زارت سرپرست، ندا محمد ندیم و ویل: «ملي پراختیايي شرکت ډیر امکانات لري او تخصصي کسانو ته اړتیا لري چې د هغوی پر مټ کارونه مخ ته یوسي او په معیاري بڼه کارونه مخ ته ولاړ شي. هغوی سره زموږ همکاري دوام لري.»
بلخوا د کابل پوهنتون د کرنې د پوهنځي رييس د کرنې د پوهنځي په استازيتوب وايي چې په هېواد کې د کرنې د ودې لپاره بايد د هیواد په بیلابیلو برخو کې د کرنې او اوبو د مديريت پر بېلابېلو پروژو پانګونه وشي او په دې برخه کې د ټولو بنسټونو همکارۍ ته اړتیا ده.
د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي رییس، صفی الله جوهر وايي: «ملي پراختیايي شرکت د افغانانو لپاره یوه هیله ده، دغه بنسټ په پوهنتون کې هم خپل څېړنیز فعالیتونه په پوهنتون کې کوي او هغه محصلین چې له پوهنتون فارغیږي بیا ورسره بلد وي دا ډیر ښه ازمايښت ځای دی.»
د لوړو زده کړو وزارت او د ملي پراختیا شرکت په ګډه غونډه کې د قوش تېپې کانال په ګډون د هېواد په بېلابېلو برخو کې په ملي پراختیا شرکت پورې د اړوندو کرنیزو، تولیدي، سوداګریزو او کاني پروژو په تړاو معلوماتي ویډیوګانې خپرې شوې او د ملي پراختیا شرکت راتلونکي فعالیتونه ګډونوالو ته بیان شول.
په دې اړه مو اندونه