په کونړ، بدخشان او پنجشېر ولایتونو کې د سېلابونو راتلو د پنځو تنو ژوند اخیستی او خلکو ته یې ګڼ مالي زیانونه اړولي دي.
د چارواکو په وینا، د دغو سېلابونو له امله په لسګونه کورونه، په سلګونه جریبه کرنیزې ځمکې او څو پلونه او سړکونه ویجاړ شوي دي.
دغه پنځه تنه په کونړ ولایت کې مړه شوي دي.
بدخشان کې طبیعي پېښو ته د رسېدنې ریاست د پېښو امر محمد کامګار طلوعنیوز ته وویل:«په ټوله کې د خلکو د تګ راتګ لار په بشپړه توګه ویجاړه شوې او د هېڅ کلي د تګ راتګ لار پرانیستې نهده. په ټوله کې کرنیزو ځمکو ته ډېر زیان رسېدلی دی.»
د ثالث عمر فرقې رییس ارکان محبوبالله حامد هم وايي:«خلک دلته په خطر کې دي، باید ورته ځای ورکړل شي. نن یا سبا شاید نور سېلابونه راشي او کورونه او انسانان یوسي.»
سېلاب ځپلي وايي د سېلابونو له امله یې ټول شته له لاسه ورکړي او د سرپرست حکومت له مسوولانو د بیړنیو مرستو غوښتنه کوي.
سېلاب ځپلی هدایتالله وايي:«له حکومته زموږ غوښتنه دا ده چې بېوزله او غریب ته رسېدنه وکړي، یوه مرسته وکړي. هغه خټې چې دننه په کور کې یې دي هغه بیرون کړي.»
د ولسي شورا رییس تاجالدین هم څرګندوي:«کابو ۸۰ تر ۹۰ استوګنیز کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي او کابو ۸۰ تر ۹۰ نور کورونه قسماً ویجاړ شوي دي.»
دا په داسې حال کې ده چې، سږکال د هېواد په ځینو برخو په ځانګړې توګه بغلان کې ویجاړونکو سېلابونو خلکو ته د ځاني زیانونو سربېره پراخ مالي زیانونه هم اړولي دي.