په پاکستان کې د ملګروملتونو د کډوالو د کمېشنرۍ ویاند قیصر افریدی وايي چې، دمګړۍ په پاکستان کې شاوخوا ۳ مېلیونه افغان کډوال ژوند کوي چې، قانوني او غیر قانوني کډوال پهکې شامل دي.
ښاغلی افریدی له پاکستاني رسنیو سره په مرکه کې ویلي، دوی په پاکستان کې د افغان کډوالو اړتیاو ته پام کوي.
د ښاغلي افریدي په خبره، له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ له پیله تر اوسه ۶۳۰ زره افغانان خپل هېواد ته تللي دي.
په پاکستان کې د کډوالو د کمېشنرۍ ویاند ویلي:«په پاکستان کې کابو درې مېلیونه قانوني او ناقانوني کډوال ژوند کوي چې په کې قانوني او ناقانوني پناه غوښتوونکي هم شامل دي. له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر له پېل وروسته، ۶۳۰ زره افغان کډوال له پاکستانه خپل هېواد ته ستانه کړل شوي دي.»
بل لور ته د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني ټینګار کوي چې، افغان کډوال باید د پاکستان په ګډون له هېوادونو په اجباري ډول ونه ایستل شي.
ښاغلی حقاني وایي چې د کډوالو ټول حقوق دې د نړۍوالو قوانینو له مخې ورکړل شي:«موږ له هېوادونو غواړو چې د نړۍوالو قوانینو پر بنسټ د کډوالو حقوق ورکړي او له هغوی سره د قانون پر بنسټ چلند وکړي.»
په پاکستان کې افغان کډوال تل د دغه هېواد د پولیسو له بد چلنده شکایت کوي.
په پاکستان کې یو افغان کډوال وايي:«موږ له ډېرو ستونزو سره مخ یو، د ویزې د اخیستو په برخه کې، بیرون کې د تګ راتګ پر مهال او ډېرې نورې ننګونې دي چې موږ ورسره مخ یو.»
دا په داسې حال کې ده چې، تر دې وړاندې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي چې، پاکستان د کډوالو لپاره د ملګروملتونو عالي کمېشنرۍ ته هېڅ داسې څه نهدي ویلي چې، د غیري قانوني بهرنیو وګړو د بېرته ستنولو پروګرام ځنډول شوی او یا به تر دې وروسته پلی نهشي.