ننګرهار کې د تېرې ورځې د باد او توپان له امله د اوښتې مرګ ژوبلې شمېر زیات شوی دی.
د ننګرهار سیمهییز چارواکي وايي، د دغې پېښې له امله ۴۰ کسان مړه او ۳۵۰ نور ټپیان شوي او ښايي دغه شمېر نور هم لوړ شي.
د ننګرهار روغتیايي چارواکي وايي، د پېښو له ځایه یوازې تېره شپه په حوزوي روغتون کې د ور رسېدلو ۵۵ بېړنیو ټپیانو عملیاتونه شوي او یو شمېر نور چې، سرسري ټپیان وو؛ تر درملنې وروسته بېرته خپلو کورونو ته استول شوي دي.
د ننګرهار د عامې روغتیا رییس امینالله شریف د طلوعنیوز خبریال ته وویل:«دقیق ارقام د اوس لپاره ټپيان چې، زموږ کلینیکونو ته راوړل شوي دي ۳۵۰ ټپيان وو، او په دې کې حوزوي روغتون ته راوړل شوي دي ۲۸ جسدونه وو. او له هغې نه وروسته د عملیاتو په صحنه کې څلور کسان شهیدان شول.»
د ننګرهار د حوزوي روغتون مسوول روحالله ملاخېل هم وايي:«له پرونۍ پېښې څخه کابو ۲۵۴ پټیانو مراجعه کړې چې، له هغې ډلې څخه تر ۱۵۰ ناروغان موږ بستر کړي او تر ۵۵ پورې ناروغان چې، شدید ټپيان وو عملیاتونه مو کړي دي او کابو ۳۲ تنه شهیدان لرو.»
د ننګرهار په حوزوي روغتون کې تر درملنې لاندې کسان، تېره ورځ د دغه ولایت په مرکز جلالاباد ښار، سره رود، بهسودو، بټي کوټ او یو شمېر نورو سمیو کې د سختو ورښتونو او توپاني بادونو له امله ټپیان شوي دي.
ټپیان وايي، ناڅاپي توپاني باد او ورښت د کورونو د خونو تر چتونو لاندې کړل او د ځان ژغورلو لپاره یې هېڅ فرصت ونه موند.
ټپي شوی ذاکرالله وايي:«پرون په خپل پټي کې ناست وم غوښتل مې چې د کور په لور حرکت وکړم چې، یو دم توپان ولګېد او ورسره ګلۍ هم راغله، تپه تیاره شوه په موږ لار ورکه شوه.»
بل ټپي ګل رحیم هم وویل:«موږ مسافر وو د ایسګریمو رېړه را سره وه، ګلۍ راباندې راغله د دېوال غاړې ته کېناستم او دېوال راباندې چپه شو، چغې مې وهلې بیا یو کورواله راغی او راوایستلم.»
د قربانیانو د کورنۍ یو له خپلوانو ذبیحالله هم څرګندوي:«زما دوه خورزې چې د شپږو او اوو کلونو وې مدرسې ته تللې وې او مدرسه کې ورته ویلي وو چې ځانونه کورته ورسوئ، قرانکریمونه یې په لاس کې وو راځي کورته او په لار کې یو غټ دېوال پرې غورځېږي او شهیدانې کېږي.»
د دې خونړۍ پېښې له رامنځته کېدو سره سم، لسګونه رضاکاره ځوانانو د وینې ورکړې په موخه ځانونه د ننګرهار حوزوي روغتون ته رسولي او د خواخوږۍ له مخې یې ټپیانو ته زرګونه سي سي وینه ورکړې ده.
وینه ورکوونکی حسین طلوعنیوز ته وايي:«خبر شوو چې، سېلاب راغلی او مړي دي او ټپيان دي نو ځانونه مو راورسول، له خپلو هېوادوالو موږ غمرازي وکړه او له دوی مو وینې او غوښې له دوی نه قربان دي.»
وینه ورکوونکی شېرعلي هم وویل:«دا ننګرهار د ټولو شریکه غم دی او یو ملګري را ته وویل چې، دغه سې ستونزه ده بس راروان شو، هټۍ مو بندې کړې او راغلو چې وینه ورکړو.»
ننګرهار کې د ویني بانک کار کوونکی حکیمالله څرګندوي:«موږ ډېره وینه لرو، حتا ځينې وینهورکونکي مو له دې ځای نه د فاطمهالزهرا روغتون ته ولېږل، دلته خلک ډېر په صداقت او اخلاص راغلي دي.»
ننګرهار داسې حال کې د سختو بادونو او توپان شاهد و چې، تېره ورځ د ختیځ زون په کونړ ولایت کې هم د سېلابونو راتلو له امله د ماشومانو او مېرمنو په ګډون پنځو کسانو ژوند بایلود او پراخ مالي زیانونه یې هم واړول.