د ننګرهار د غمیزې ترڅنګ د کونړ، کاپیسا، پنجشیر او بدخشان ولایتونه هم د سېلابونو د راتلو شاهد وو چې، له امله یې اوو تنو ژوند بایللی دی.
د مسوولانو په وینا، د دغو طبیعي پېښو له امله د پراخو مالي زیانونو اړولو ترڅنګ سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه، لسګونه باغونه او ځینې سړکونه ویجاړ کړي دي.
تېره ورځ د سیلابونو راوتلو له امله په کونړ کې پنځه تنه او کاپیسا کې دوه تنو ژوند بایللی دی او څو تنه نور هم ټپیان شوي دي.
پنجشیر کې طبیعي پېښو ته د رسېدنې رییس محبالله جاهد وايي:«له پریان ولسوالۍ پرته، په ډېریو ولسوالیو کې حصه اول او شتل کې سېل راغلی او د اقتصادي پلوه یې خلکو ته زیات زیان رسولی دی. سېلابونو د کلیو ډېری سړکونه ویجاړ کړي چې، پر دغو سړکونو د موټر د تګ راتګ امکان نشته.»
په همدې حال یو شمېر زیانمن له مسوولانو د بیړنیو مرستو غوښتنه کوي.
پنجشېر کې کروندګر محمد عزیز وویل:«زموږ ستونزې زښته زیاتې دي، د سیند دواړو لورو ته زموږ ډېرې ځمکې سېل وړې دي.»
پنجشیر کې سېلاب ځپلی نفیس خان وايي:«د زمان کور په کلي کې د برېښنا یو بند دی چې په دوو کلیو پورې اړوندېږي هغه له سېل څخه ډک دی او د عمومي سړک څو نور ځایونه هم سېل لاندې کړي دي.»
د کاپیسا د سیمهییزو مسوولانو په وینا د تېرې دوشنبې په ورځ ناوخته د سېلابونو د راتلو له امله د دغه ولایت د نجراب او الهسای ولسوالیو اوسېدونکو ته د ځاني زیانونو سربېره پراخ مالي زیانونه هم اړولي دي.