Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پاسپورټ ریاست: سبا به کابل کې د پاسپورټ د وېش درې مرکزونه پرانیستل شي

د پاسپورټ عمومي ریاست وايي چې سبا (چهارشنبې) په پلازمېنه کې د پاسپورټ د وېش درې مرکزونه به پرانیزي.

د پاسپورټ رییس عبدالکریم حسیب وایي چې، دغه مرکزونه به په دارالامان، قلعه زمان خان او تره‌خېلو په تنګي کې پرانیستل شي او په هر مرکز کې به د ورځې دوه زره پاسپورټ غوښتونکو ته خدمات وړاندې کړل شي.

ښاغلی حسیب زیاتوي چې، په مرکز او ولایتونو کې هم د پاسپورټ د وېش ظرفیت د ورځې ۱۲ زره جلده ته رسېدلی دی.

د پاسپورټ عمومي رییس په دې هکله وویل:«لومړۍ څانګه په درالامان کې د پخواني پارلمان ته‌څېرمه، دویمه یې د قلعه زمان خان په شاداب ظفر په ښارګوټي کې او درېیمه یې د تره‌خېلو په تنګي کې چې مخکې د عدلیې وزارت د حقوقو ریاست اړوند وو اوس د پاسپورټ نوې څانګه په‌کې پرانیستل شوې ده.»

ښاغلی حسیب وایي چې، تېر کال یې څه باندې دوه مېلیونه پاسپورټونه وېشلي او ترلاسه شوي عواید یې ۱۲ مېلیارده افغانیو ته رسېدلي دي.

د عبدالکریم حسیب په وینا تر راتلونکو دوو اونیو به د پاسپورټ ټول غوښتونکي چې تر دې وړاندې یې نوم‌لیکنه کړې وه، خپل پاسپورټونه ترلاسه کړي.

ښاغلی حسیب زیاتوي:«مخکې چې، د پاسپورټ لپاره کومه نوم‌لیکنه شوې وه، کابو ۹۹ سلنه کار یې خلاص شوی یا ۹۹ سلنه خلکو پاسپورټونه ترلاسه کړي دي، که څوک پاتې دي او خپل پاسپورټ یې نه‌وي ترلاسه کړی، په سیسټم کې دې خپل نوم وګوري نمبر به یې ‌ان‌شاالله رسېدلی وي او ریاست ته دې مراجعه وکړي او خپل پاسپورټ دې ترلاسه کړي. او په راتلونکو ۱۵ ورځو کې به ان‌شاالله پخوانیو کسانو چې نوم‌لیکنه کړې ده هغه به صفر شي.»

د یاد ریاست اداري مرستیال هم هېوادوالو ته د خدماتو د وړاندې کولو په موخه د دغه ریاست د کارکوونکو له ۲۰ سلنې زیاتوالي خبر ورکوي.

د پاسپورټ ریاست اداري او تامیناتي مرستیال شېرشاه قریشي څرګندوي:«د خپلو کارونو د چټکتیا په منظور، د جوړښت کچه مو لوړه کړې چې، د تېر پرتله ۲۰ سلنه یې زیاتوالی موندلی چې هم د مرکز او هم د ولایتونو په کچه.»

یاد ریاست دغه‌راز وایي چې، د پاسپورټ د کتابچو د چاپ په برخه کې رامنځته شوې ستونزې حل شوي او په تېر یو کال کې یې هېواد ته د پاسپورټ دوه نیم مېلیونه کتابچې راوړې دي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه