Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د محمد داوود خان د سپينې کودتا ۵۱مه کلیزه

د چنګاښ (سرطان) ۲۶مه د شاهي نظام پر وړاندې، د سردار محمد داوود د سپينې کودتا له ۵۱مې کلیزې سره برابره ده.

څه باندې نیمه پېړۍ مخکې، د محمد داوود خان د سپينې کودتا په پایله کې، د محمد ظاهر شاه شاهي نظام وپرځېد او د ۱۳۵۲ کال لمریز کال د چنګاښ په ۲۶مه نېټه په افغانستان کې د جمهوري نظام بنسټ کېښودل شو.

د چنګاښ د ۲۶مې له کودتا یوه ورځ وروسته، سردار محمد داوود خان په یوې راډیويي وینا کې د شاهي نظام پای او د لومړني جمهوریت نظام د تاسیس اعلان وکړ.

د سیاسي چارو شنونکی محمد متین محمد‌خېل په دې هکله وویل:«له دغې کودتا وروسته، سولې، امنیت او سوکالۍ له افغانستانه کډه وکړه او له هغې وروسته موږ په کورنیو ستونزو کې ښکېل شو او کورني او تنظیمي جګړو کې ښکېل شوو.»

د محمد داوود خان له کودتا وروسته، د ۱۹۶۴ کال اساسي قانون یې لغوه کړ او نوی اساسي قانون یې تصویب کړ.

له ۱۹۳۳ کال راهیسې د حکومت واګي د محمد ظاهر شاه په لاس کې وو او د تره زوی یې محمد داوود خان، د افغانستان د لومړي وزیر په توګه له ۱۹۵۳کال څخه تر ۱۹۶۳ کاله پورې فعال و او د ۱۹۷۰زیږدیزې لسیزه کې یې د شاه د پرځېدو پرېکړه وکړه.

د افغانستان وروستۍ پاچا، ظاهرشاه په رسمي توګه د ۱۹۷۳ کال د اګسټ په ۲۴مه استعفا ورکړه او په اېټالیا کې په تبعید کې پاتې شو. 

د پوځي چارو شنونکی اسدالله ندیم په دې هکله څرګندوي:«په افغانستان کې یې د کودتا بنسټ کېښود، وروسته په افغانستان کې کودتاګانې په ځانګړې توګه په خپله د ده پر ضد خونړۍ کودتا وشوه او له بده مرغه ده په خپله او د کورنۍ ځينو غړو یې ژوند بایلود.»

د داوود خان ولسمشرۍ په جریان کې، د هغه اړیکې د شوروي جمهوریتونو له اتحاد او کمونستانو سره ستونزمنې شوې او له همدې امله له اوږدو شخړو وروسته، د شوروي په ملاتړ د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند په ۱۹۷۸ کال کې (د ثور په انقلاب) کې د یوې کودتا په لړ کې محمد داوود خان یې د کورنۍ له ۱۸ غړو سره ترور کړ. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه