ننګرهار کې د ورښتونو او توپان له امله زیانمنې شوې کورنۍ د مرستو غوښتنه کوي.
دوی وايي، د دوشنبې ورځې ورښتونو او توپان پر ځاني زیان سربېره، پراخ مالي زیانونه ور اړولي دي.
زیانمن، سمیع الله وايي: ( لس تنه شهیدان درلودل همدلته د کوټو لاندې شوي او تقریبا یوولس کسه زخمیان لرو او ددې تر څنګ خلکو ته پراخ مالي زیانونه اوړېدلي. )
یو بل زیانمن شوی، مسجدي هم و ویل: ( بوټي روغ نه دي پاتې دغسې حال دی، خلک بې سرپناه دي هیڅ هم نه لري.)
زیانمن، احمد شاه بیا وايي: ( طوفان راغی موږ ته یې ډېر ضرر ورساوه، زمونږ کورونه او اطاقونه هر څه وغورځېدل.)
ورته مهال یو شمېر قرباني شوې کورنۍ وايي، چې توپانونو یې پر ځمکو ولاړ کښتونه هم له منځه وړي، چې په دې برخه کې له سرپرست حکومت او مرستندویه ادارو د مرستو غوښتنه کوي.
زیانمن، محمد نعیم وايي: ( کرنیزې ځمکې، فصلونه او ونې هر څه یې له منځه یوړل،غواګانې یې راته مړې کړې، کور یې راته خراب کړ.)
یو بل زیانمن، احسان الله و ویل: ( پرون داسې طوفان راغی، کورونه یې راته خراب کړل، فصلونه یې راته خراب کړل، ماشومان یې راته زخمیان کړل، هېڅ وس مو نه رسېږي.)
بل خوا د ننګرهار ولایت مرستیال وايي، د ریاست الوزرا د مقام له لوري له هرې کورنۍ سره د سل ـ سل زره او ټپیانو سره له لسو تر ۲۵ زرو افغانیو پورې به مرستې وکړي، چې د اساسي مرستو په موخه یې له اړوندو مرستندویه ادارو سره بېړنۍ ناسته کړې.
د ننګرهار مرستیال والي، سعید احمد بنوري وايي: ( هر شهید لپاره یو لک او هر ټپي لپاره له لسو زرو نیولې تر پینځه ویشت زره افغانیو پورې په نظر کې نیول شوي، دغه خلکو سره به نورې مرستې هم وشي.)
د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار، سره رود، بټي کوټ، بهسودو ولسوالیو او یو شمېر نورو سیمو کې د دوشنبې ورځې ورښتونو او توپاني بادونو له امله د ماشومانو او ښځو په ګډون شااوخوا ۴۰ تنه مړه او ۳۵۰ نور ټپیان شوي دي.