د ریاستالوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي ویلي چې، په کابل کې د پاسپورټ د وېش د درې نویو مرکزونو له پرانیستې سره به، د پاسپورټ د اخیستو په برخه کې د خلکو ستونزې به تر یوه بریده حل شي.
ښاغلي حنفي د دغو مراسمو په پرانیستغونډه کې زیاته کړې، په دغو مرکزونو کې د ښځو او نارینو لپاره ټولې اسانتیاوې برابرې شوي دي.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال وویل:«نن موږ او تاسې د دې شاهد یو چې د پخوانیو مرکزونو سربېره درې نور مرکزونه هم پرانیستل کېږي. په دغو مرکزونو کې ټولې اسانتیاوې چې، د پاسپورټ د وېش لپاره اړینې دي، په پام کې نیول شوې دي.»
ورته مهال د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد نبي عمري ویلي چې، له پاسپورټونو باید ناسمه ګټه پورته نهشي او پاسپورټونه باید له هېواده د تېښتې لپاره وانه خیستل شي.
محمد نبي عمري څرګنده کړه:«نړۍ غواړي، څومره چې عملي کدرونه دي څومره خلک دي چې، له افغانستانه یې ایستلی شي خپله غلطه استفاده له هغوی نه وکړي، غلط یې استخدام کړي او نړۍ ته دا وښیي چې، له امارت نه خلک په تېښته دي او هلته خلک وخت نهتېروي.»
د پاسپورټ عمومي رییس په دغو مراسمو کې ویلي چې، د دغو مرکزونو له پرانیستو سره به د پاسپورټ غوښتونکو ته د یوې اوونۍ په لړ کې نوبت ورسېږي.
د پاسپورټ عمومي رییس عبدالکریم حسیب زیاتوي:«زه له دې ځای نه ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکوم انشاالله چې، په راتلونکي کې به د پاسپورټ په برخه کې به له هېڅ ډول ستونزو سره مخ نهشي انشاالله، پور هم موږ دا خبره کړې وه هفتهوار به انشاالله خلک نوملیکنه کوي په هفته کې به دننه ننه نوبت رسېږي. »
د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال رحمتالله نجیب هم څرګنده کړه:«د دوی د اړتیاوو د رفع کولو لپاره نور سهولتونه، نور ترتیبونه هم برابر کړي څو عام مسلمانان په سهولت سره وکړای شي چې، خپله ستونزه حل کړي او خپل پاسپورټ ترلاسه کړي.»
د پاسپورټ ریاست د اطلاعاتو پر بنسټ، دغه مرکزونه به د کابل په دارالامان، قلعه زمان خان او تنګي ترهخېلو کې پرانیستل شي او هر مرکز به هره ورځ دوه زره غوښتونکو ته خدمات وړاندې کوي.
په دې اړه مو اندونه