Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ننګرهار د کانال ریاست کې د ګل‌خونو ویجاړېدل

د دوشنبې په ورځ ننګرهار کې توپانونو او د شدید باران ورښت د دغه ولایت د فارم هډې په سیمه کې د کانال ریاست کې په لسګونه ګل‌خونې ویجاړې کړې دي.
 
ننګرهار کې ګل‌خونه لرونکي له چارواکو د مرستې او د دوی شته ستونزو ته د رسېدنې غوښتنه کوي.
 
‎ذاکرالله او شېراغا دواړو په شریکه د شپږ مېلیونه افغانیو په لګښت د ننګرهار کانال شاړه ځمکه کې ګل خونې ابادې کړې چې، توپاني بادونو او ورښتونو یې هیلې په اوبو لاهو کړې. 

شېر اغا طلوع‌نیوز ته وویل:«په لومړیو کې زموږ سرمایه‌ګذاري شپږ مېلیونه افغانۍ وه ډېر زیات زحمتونه مې وایستل، که‌چېرې دا په ثمر رسېدلی وی؛ نو دوه درې سوه لکه افغانۍ یې ګټه کوله.»

یو بل له زیانمن شویو ‎ذاکرالله هم وايي:«موږ دلته ګل خونې جوړې کړې وې، تېره ورځ چې، کومه ږلۍ او توپان راغلل هر څه یې له‌منځه یوړل.
 
ورته مهال یو شمېر ګل خونه لرونکي غوښتنه کوي چې، د ننګرهار کانال ریاست دې تر یوې مودې له دوی سره د اجارې په برخه کې همکاري وکړي. 

زیانمن ‎شوي صفت‌الله وویل:«موږ ته دې دوه، درې کاله اجاره وبښي،څنګه چې موږ ته تاوان اوښتی دی؛ بلکې سلګونه نورو شرکتونو ته هم تاوان ور رسېدلی دی.»  
       
کارګر خدای یار هم څرګنده کړه:«پرون چې، کوم توپان راغی، هر څه یې له‌منځه یوړل، زما تر خوا چې، څومره خلک ولاړ دي دا بې‌کاره شوي یو.»    

بلخوا د ننګرهار کانال ریاست مسوولان وايي د کانال ځمکو کې د اوښتي زیان ارزونه یې پیل کړې او ډاډ ورکوي چې، تر خپلې وسې به له ګل خونه لرونکو او کروندګرو سره همکاري وکړي. 

د ننګرهار د کانال رییس ‎غلام‌الرحمن کظیم وايي:«زموږ سروې لا روانه ده، معلومه کړو چې، څومره تاوان یې اوړېدلی دی، څومره ونې، څومره ځمکې، څومره اجناس او تاسیسات تخریب شوي راجمع کړو بیابه یې شریک کړو.»

‎د روانې اوونۍ د دوشنبې ورځې ورښتونو او توپاني بادونو د ځاني زیانونو سربېره د ننګرهار کانال د زیتونو فارمونه او په‌کې ولاړې پخوانۍ زرګونه ونې او نورې عامه شتمنۍ زیانمنې کړې دي.

شریک یي کړئ