د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له نړۍوالې ټولنې غواړي چې، په سیمه کې د داعش او نورو ترهګرو ډلو مرکزونه لمنځه یوسي.
امیرخان متقي پرته له دې چې، د کوم هېواد نوم واخلي وايي، یو شمېر هېوادونه په خپله خاوره کې د ترهګرو ډلو فعالیتونو ته اجازه ورکوي.
ښاغلی متقي همداراز زیاتوي، د مُحرم میاشتې په ورځو کې د عاشورا د ښې لمانځنې لپاره یو شمېر محدودیتونه لګول شوي وو.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، امیرخان متقي وايي: «موږ پر نړۍوالو هم دا غږ کوو چې د داعش مرکزونه او ددې په څېر په سیمه کې نور مرکزونه باید له افغانستانه د باندې لمنځه یوړل شي. ولې یې اډو ته د فعالیت اجازه ورکړې ده، ولې د هغو کسانو مخه نه نیسي چې همدا کسان کاروي، ولې کسان ورکوي او خام مواد ورته برابروي؟»
امیرخان متقي د کوم هیواد له نوم اخیستو پرته وايي چې هیوادونه له افغانستانه بهر ترهګرو ډلو ته د فعالیت اجازه ورکوي.
د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکی د عاشورا په مراسمو کې له ځانګړو تدابیرو خوښي څرګندوي او زیاتوي چې اسلامي امارت د هېوادوالو ترمنځ توپیر نه کوي.
ښاغلی متقي دغه اراز زیاتوي، چې ځینو کړیو د محرم په میاشت کې د امنیت د ټینګښت لپاره د بندیزونو د لګولو اعلان کړی وو، خو ځینې دا بندیزونه د عاشورا لپاره د ځانګړو تدابیرو په موخه نیول شوي وو.