Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پاکستان له لوري د ا.ا سفارت مرستیال پر احضار د شاهين غبرګون

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس په اسلام آباد کې د اسلامي امارت د سفارت د مرستیال تر احضار کولو وروسته وایي، هر هېواد مکلف دی چې خپل امنیت خوندي کړي.

سهیل شاهین وایي چې د اسلامي امارت تګلاره اقتصاد محوره ده او سرپرست حکومت نه غواړي له ګاونډیو هېوادونو سره یې اړیکې زیانمنې شي.

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس، سهیل شاهین و ویل: «زموږ پالیسي اقتصاد محوره ده، نو موږ په خپل هېواد او خپله سیمه کې امنیت او ټيکاو غواړو؛ خو د هر هېواد کورنی امنیت د هغوی خپل مسوولیت دی او د تور لګولو پر ځای باید خپل امنیت ته پام وکړي.»

خو یو شمېر کارپوهان وایي چې پاکستان د افغانستان د تورنولو لپاره نوې کړنلاره تر لاس لاندې نیولې ده.

د نظامي چارو شنونکي، عزیز ستانکزي په دې اړه طلوع نیوز ته و ویل: «هغه اور چې د پاکستان پوځ، پاکستان حکومت یا پاکستاني استخباراتو بل کړی، د دوی لمن یې هم نیولې او شاید نور هم پورته ولاړ شي.»

د نظامي چارو شنونکی، محمد متین محمدخیل هم وايي: «پاکستان یو ځل بیا د عزم استحکام په نوم عملیاتو ترسره کولو له امله نظامي ماتې وخوړه، او ګڼو پښتنو غبرګون یې هم ولید، پاکستان غواړي یو ځل بیا د خلکو او رسنیو پام افغانستان ته واړوي.»

تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام آباد کې د اسلامي امارت د سفارت مرستیال په پاکستان په ځانګړې توګه بنو کې د بریدونو له امله ور احضار کړی وو.

اسلام آباد په یوه اعلامیه کې له کابله غوښتي وو چې د دغه برید د څرنګوالي او عاملانو پر وړاندې یې اغیزمن اقدامات وکړي.

شریک یي کړئ