Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

خېرخواه: ځوانان اوس هم د فکري جګړې ښکار دي

د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال د "کلمت" علمي او رسنیزې ادارې د پرانیستې په مراسمو کې وایي، هېواد کې اوس هم فکري جګړه روانه ده او له بېلابېلو لارو هېواد کې تطبیق کیږي. 

لطف الله خېرخواه وایي ټولنه کې د اسلامي فرهنګ پراختیا لپاره باید اسلامي فرهنګي مرکزونه او رسنۍ جوړې شي. 

هغه زیاته کړه: « څومره سیاسي، فرهنګي او اسلامي جریانونه چې شته دي، د دعوتي جریانونو په اندازه ګټور نشي کیدای.» 

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو مرستیال هم دغه مراسمو کې وايي، هېواد کې د پوهنتونونو او ديني مدرسو ترمنځ واټن بايد له منځه يوړل شي او په ټولنه کې د ځوانانو ښوونه او روزنه بايد د اسلامي ارزښتونو پر بنسټ وي.
 
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو چارو مرستیال، محمد یونس راشد زیاته کړه: « زموږ په ټولنه کې ولی دغه نظریه ده چې یو ډاکټر باید دریشي واغوندي او یا هم ږیره کمه کړي.»

ځینې دیني عالمان او د پوهنتونونو ښوونکي هم وایي، ځوانان اوس هم د فکري جګړې قرباني کیږي او له اسلامي امارته غواړي څو د دوی لپاره پر اقتصادي وضعیت او کاري فرصتونو پر برابرولو غور وکړي.

د پوهنتون استاد، مطیع الله امین په دې اړه و ویل: « یوه موضوع چې تل پرې بحثونه کیږي، لوږه ده، د ځوان نسل بې وزلي پر دغه نسل د ښکار لپاره دښمن ته ښه لاره ده.» 

د مسوولینو په خبره،  د "کلمت" علمي او رسنیزه اداره د يو شمېر ځوانانو، ديني عالمانو او د پوهنتون د استادانو لخوا د اسلامي فرهنګ د پياوړتيا او د اسلام ضد ارزښتونو سره د مبارزې په موخه جوړه شوې ده.

شریک یي کړئ