Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ا.ا یو ځل بیا له افغان خاورې د ترهګرۍ د ګواښونو ادعا رد کړه

په پاکستان کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرست طلوع نیوز ته وايي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري ترلاسه کړی پیغام یي له کابل سره شریک کړی دی.

سردار احمد شکېب له افغان خاورې د ترهګریز ګواښ په تړاو هر ډول ادعا ردوي او زیاتوي، د بنو پېښه له افغانستان سره هېڅ اړیکه نه لري.

په اسلام اباد کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرست، سردار احمد شکیب و ویل: بنو کې چې کومه پېښه رامنځته شوې وه، کومه حمله شوې وه، د هغه په تړاو د دوی اندېښنه وه چې ګویا دا د افغانستان له اړخه تنظیم شوی دی، د دې په اړه موږ د هغوی پیغام ترلاسه کړی، زموږ یو همکار هلته تللی و او پیغام مو خپل مرکز ته هم استولی دی.

په ورته مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده ادعا کوي چې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د تحریک او نورو ترهګرو ډلو حضور د سېمې د سولې او امنیت لپاره جدي ګواښ شمېرل کیږي.

ممتاز زهرا بلوچ له سرپرست حکومته غواړي چې د بنو د پېښې د عاملانو په تړاو لازم اقدامات وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده، ممتاز زهرا بلوچ ویلي: (پاکستان په بنو کې د جولای د ۱۵د برید او په پاکستان کې د مرګونو بریدونو لپاره د حافظ ګل بهادر او تحریک طالبان پاکستان له خوا د افغان خاورې د پرله پسې کارولو په اړه د سرپرست حکومت چارواکو ته خپله جدي اندېښنه څرګنده کړه، موږ د افغانستان له سرپرست حکومت څخه په کلکه غوښتنه کوو چې د بنو د جولای د ۱۵ نېټې د برید د پلان جوړونکو پر وړاندې عاجل او اغېزناک اقدامات وکړي او په راتلونکي کې د ورته بریدونو مخه ونیسي.)

خو د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې اسلام اباد په نا روښانه تګلارو سره هڅه کوي خپله ناکامي پر سرپرست حکومت ور واچوي.

د سیاسي چارو شنونکی، سید قریب الله سادات وايي:«پاکستان په لویو سیاسي ننګونو کې راګیر شوی دی. دوی خپله د ځان لپاره سر خوږی پیدا کړی دی. د دوی مبهم سیاست چې د شپې له چین، د ورځې له امریکا او نیمه ورځ له روسیې سره دي او پیچلی سیاست یې دی، دوی یې له ستونزو سره مخ کړي دي.»

د نظامي چارو شنونکی، کامران امان هم وايي: دغه ترهګرې یا نیابتي ډلې چې د پاکستان له لوري تربیه شوي، هغوی قصداً دا کار وکړ چې دغو عملیاتو ته زمینه برابره شي.

تر دې وړاندې هم به ځلونو پاکستاني چارواکو د خپل هېواد پر وړاندې د افغان خاورې د کارونې په تړاو اندېښنه څرګنده کړې وه خو اسلامي امارت د دغو اندېښنو په ردولو سره ویلي وو چې اجازه به ورنکړي د افغانستان خاوره د کوم هېواد پر ضد وکارول شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه