Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مسکو: د "طالبانو" رسمیت پېژندنې په برخه کې د خپلو ګټو پر بنسټ غور کوو

کابل کې د روسیې سفیر، ډیمیټري ژیرنوف وایي، مسکو به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو او دغه هېواد کې تر بندیز لاندې سازمانونو له نوملړه د ایستلو په برخه کې د خپلو ګټو پر بنسټ پرېکړه وکړي. 

ډیمیټري ژیرنوف له تاس خبري اژانس سره خبرو کې ویلي، هر هېواد له افغانستان سره د خپلو اړیکو د انګیزې او ځانګړتیاو پر بنسټ پرېکړې کوي.

هغه زیاته کړه: « طالبان د ټولو سیمه ییزو هېوادونو په ممنوعه نوملړ کې نه دي او هره هېواد له افغانستان سره خپلو اړیکو ته په کتو، جلا جلا پالیسي لري.»

ژیرنوف دغه هېواد ته د سرپرست حکومت د چارواکو وروستیو سفرونو ته په اشارې ویلي، "طالبانو" سره د مسکو تعامل نږدې شوی دی.

د هغه په خبره، د کابل او مسکو سوداګریزې اړیکې هم پراخې شوې دي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي، ضمیر کابلوف تر دې وړاندې ویلي و چې د له نوملړه "د طالب چارواکو" د نومونو د ایستلو بهیر روان دی.

شریک یي کړئ