د فاریاب د ګرزیوان ولسوالۍ د شاخ او زنګ درې ښکلو او زړه راښکونکو ابشارونو، اوس اوس د کورنیو سیلانیانو پام ځان ته ور اړولی دی.
دغه دره د فاریاب ولایت له مرکز میمنې څخه ۱۰۰ کیلومټره واټن لري.
سیلاني سهراب بیګزاد طلوعنیوز ته وايي:«زموږ لویه ستونزه سړک دی. له بدهمرغه له ولایته تر ولسوالۍ پورې زموږ سړک جوړ نهدی او له ولسوالۍ تر دغې درې، سړک خراب دی. هغه کسان چې د سیاحت او ګرځندویۍ لپاره راځي معمولاً به موټرسایکل راځي او موټر په سختۍ راځي.»
سیلاني حجتالله فایق هم وویل:«ښايي له دې ځایه ډېر کمو خلکو لیدنه کړې وي او یو ډېر ښکلی تفریحي ځای دی چې په ځلونو د لیدو ارزښت لري. یوازېنۍ ستونزه چې موږ ورسره مخ یو، د ښو او بنسټیزو نښلوونکو لارو نشتون دی.»
د فاریاب ولایت په ګرزیوان ولسوالۍ کې دغه ښکلي او لوړ ابشارونه تر دا مهاله د بېلابېلو دلایلو له امله د ډېری هېوادوالو له نظره پټ پاتې شوی و؛ خو هېواد کې د سراسري امنیت ټینګښت او کورنیو سیلانیانو زیاتېدو سره هممهاله د فاریاب د ګرزیوان ولسوالۍ د شاخ درې او زنګ درې ابشارونه د هر لېدونکي نظر ور جلبوي.
په همدې حال د فاریاب سیمهییز مسوولان په یاده سیمه کې شته ستونزې مني او وايي اسلامي امارت د دغه ولایت د تفریحي او طبیعي جاذبو ته د ورغلو سړکونو د جوړولو په موخه پروګرامونو باندې کار کوي.
د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رییس شمسالدین محمدي وویل:«هغو ځایونه چې، زموږ هېوادوال د تفریح او سیاحت لپاره ځي، لارې خرابې دي؛ خو په دې هکله، د اسلامي امارت او د فاریاب ولایت د مشرتابه هڅې روانې دي چې، انشاالله لارې ورغول شي، کهڅه هم وخت نیسي؛ خو هڅې روانې دي.»
دا په داسې حال کې ده چې، د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکو له دې وړاندې د سړکونو خرابوالي او تفریحي سیمو کې د اسانتیاوو له نشتهوالي شکایت کړی او دې ستونزو ته یې د رسېدنې غوښتنه کړې وه.