Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پاکستان په بندخونو کې د افغان کډوالو ربړونه

هغه افغان کډوال چې، په پاکستان کې زنداني شوي، وايي د ټولو بشري نورمونو خلاف ربړول او شکنجه شوي دي.

دا کډوال چې، د کندهار سپین بولدک له لارې را اړول شوي زیاتوي، سره له دې چې قانوني اسناد یې هم درلودل؛ خو بیا هم د پاکستان حکومت له لوري بندان او سخت ربړول شوي دي.

دوی له افغان بندیانو سره، د پاکستان د امنیتي بنسټونو چلند په څرګنده د بشري حقونو نقض ګڼي.
 
د کابل د اتمي ناحيې اوسېدونکی ۳۵ کلن مصطفی، چې پر وجود يې د پاکستاني ځواکونو د شکنجو او وهلو نښي لا نه‌دي رغېدلې وایي، پاکستان کې زېږدلی او د هغه هېواد د قانوني اسنادو لرلو سره سره، پاکستاني ځواکونو بندي او شکنجه کړی او پیسې يې هم ترې اخستې دي.

پاکستان کې زنداني او ربړول شوی مصطفی وايي:«ډېر يې ووهلو، کچلاق کې يې ونیولو، زموږ څخه یې پاسپورټونه پیسې واخستې، پوستې او زندان کې يې سخت ووهلو.»

پاکستان کې ځينې نور بندي شوي افغان کډوال هم طلوع‌نيوز ته وایي چې، د دغه هېواد زندانو کې له افغان بندیان سره پر غیر انساني چلن سربېره، پر هغوی درانه کارونه کېدل.

پاکستان کې زنداني شوی افغان کډوال احسان‌الله وویل:«زموږ سره هېڅ انساني چلند نه‌کېده، وهل کېدو، جارو يې راباندي کوله او خواړه هم سم نه‌و.»

پاکستان کې بل بندي شوي افغان کډوال امان‌الله هم وايي:«له افغانانو سره ډېر ناوړه چلن کېدی، ښکنځل به ورته کېدل او وهل کېدل او په سپکاوي به زندان ته اچول کېدل.»

پاکستان کې زنداني شوی افغان کډوال ابراهيم هم څرګندوي:«له ما یې ۱۵ زره افغانۍ تهاڼې کې واخستې او بیا یې راڅخه ۳۰ زره واخستې، وهل او شکنجې خو بېلي وې.»

د کندهار د قومونو، سرحدونو او قبایلو چارو رياست مسوولان هم پاکستان کې د زنداني شوو افغانانو سره د ناسم چلند پخلی کوي؛ خو هېواد ته په راستنېدو یې د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکوي.

د کندهار د قومونو، سرحدونو او قبایلو چارو رياست پوځي کارپوه حبيب‌الله وايي:«موږ دوی لومړی ثبتوو، وروسته يې بايومېټريک کوو، هر کس ته پنځه پنځه زره افغانۍ، خواړه، درمل او تر کورونو پورې يې انتقال زموږ مسووليت دی او لا به هم ورته زياتي اسانتیاوی برابرې کړو.» 

د کندهار د تخته پل ولسوالۍ د کډوالو د موقتي کمپ د مسوولانو د معلوماتو پر بنسټ د تېر کال راهيسي تر ۶۰۰ تنو پورې پاکستان کې بندیان شوي افغان کډوال ته دوی ته سپارل شوي او دا بهیر لاهم روان دی.

شریک یي کړئ