د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضلالرحمن وايي چې، د کابل او اسلاماباد ترمنځ د اړیکو د ښهوالي لپاره یې هڅه کړې؛ خو د پاکستان حکومت په دې برخه کې کوم کام نهدی اخیستی.
مولانا فضلالرحمن له یوې غږیزې رسنۍ سره په مرکه کې د اسلامي امارت له مشر سره د خپل لیدو په تړاو ویلي چې، د پاکستان په تړاو د هغه لیدلوری مثبت و.
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر ویلي:«تر دې حده پورې چې، دغه تنظیمونه، دوی هم چمتو شول چې، تاسې هر حال راوست موږ به یې منو، زموږ د پاکستان دومره نااهله حکمرانان دي چې، دوی روغه خبره هم سرته نهشي رسولی.»
مولانا فضلالرحمن د پاکستان پر حکومت په نیوکې سره وایي، چې اسلاماباد په دغه هېواد کې د ناامنیو پړه پر افغانستان اچوي.
که څه هم ښاغلی فضلالرحمن د پاکستان پوځ پیاوړی ګڼي، خو د دې پوښتنې په مطرح کولو سره چې ترهګر څنګه له یوې سیمې بلې سیمې ته ځي، د دغه هېواد وړتیا له پوښتنې سره مخ کوي.
نوموړی زیاتوي:«په چینایانو برید وشو، افغانان دي، افغانان دي، او لاریون دی او لاریون دی، ما ته دا ووایه چې افغان به له یوې تلاشۍ راتېر شوی وي، په یوه سرحد به راتېر شوی وي، بیا ته وایې چې کوټې ته تللي دي، له سرحده تر کوټې پورې څومره پوستې دي او له کوټې تر پېښور څومره پوستې دي.»
اسلامي امارت تر اوسه د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند د مشر د څرګندونو په تړاو څه نهدي ویلي.
خو ولې د پاکستان حکومت د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه کېدو لپاره د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند د مشر وړاندیزونه ونه منل؟
د سیاسي چارو شنونکی اکبر سیال وردګ طلوعنیوز ته وايي:«مولانا فضلالرحمن په لومړیو کې چې، کوم ځواک او توان درلود او د ده خبرو چې، کوم ارزښت او کوم وزن درلود د تاریخ په اوږدو کې د خپل هغه ارزښت او خپل هغه توان یې له لاسه ورکړی او د پاکستان د حکومت ډېری پوځي برخه تصمیم نیسي.»
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې اسلاماباد له افغانستان سره د خپلو اړیکو د ښه کېدو په موخه په نږدې راتلونکي کې کابل ته د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر د سفر خبر ورکړی و.