د زمري لومړۍ نېټه د افغانستان د وروستي پاچاه د مړینې له ۱۷ تلین سره برابره ده.
محمد ظاهر شاه په افغانستان کې یې ۴۰ کاله پاچاهي وکړه او د نوي اساسي قانون رامنځته کول، د مشروطه شاهي نظام منل او د ګوندونو ازادي د هغه له مهمو کارونو شمېرل کېږي.
محمد ظاهر شاه د محمد نادر خان زوی، د خپل پلار تر وژل کېدو وروسته په ۱۹ کلنې کې واک ته ورسېد او د حکومت له ۷ کال وروسته یې دوېیمه نړیواله جګړه پیل شوه. د ظاهر شاه دولت په دغه جګړه کې په بې پرې توب سره افغانستان د جګړې له اوره وژغوره.
د سیاسي چارو شنونکی سلیم پيګیر طلوعنیوز ته وايي:«ظاهر خان د ۴۰ کلونو په لړ کې توانېدلی و چې، د ختیځ او لوېدیځ، د امریکا او اتحاد شوري ترمنځ انډول وساتي او همدارنګه توانېدلی و چې، په افغانستان کې ډېر پياوړی امنیت رامنځته کړي. هغه سترې لاسته راوړنې لرلې دي.»
د افغانستان د وروستي پاچاه واکمني ۴۰ کاله دوام وکړ او د دغې دورې مهمې لاسته راوړنې، د افغانستان د نوي اساسي قانون جوړول، د مشروطه شاهي نظام منل او د ګوندونو ازادي وه چې په افغانستان کې د ولسوالکۍ لپاره د پاچاه لومړنی ګام شمېرل کېږي.
د سیاسي چارو بل شنونکی معین ګل څمنګی هم څرګندوي:«هغه ګوندونه چې په هغه وخت کې جوړ شوي وو، له بده مرغه له نورو هېوادونو تمویل کېدل او له هغو هېوادونو یې نیابت کاوه؛ له همدې امله ګوندونو پایله ور نهکړه. دوی [ګوندونه] داسې نهوو چې د هېواد په ګټه یوه سیاسي مبارزه مخته یوسي، هغو ګوندونو تل غوښتل چې خپل ذهنونه او مفکورې پر ټولو افغانانو تحمیل کړي.»
خو له شاهي نظام څخه ظاهراً د ظاهر شاه لومړی وزیر او د تره زوی یې داوود خان خوښ نهوو، د نوي اساسي قانون له مخې د شاهي کورنۍ لپاره سیاسي فعالیت منع وو له همدې امله داوود خان هغه مهال چې ظاهر شاه د درملنې په موخه په ایټالیا کې و پر کودتاه لاس پورې کړ او د ۱۳۵۲ هجري لمریز کال د چنګاښ په ۲۶ نېټه یې د شاهي نظام ټغر ور ټول کړ.
د سیاسي چارو شنونکی فضلالرحمن اوریا په دې هکله وايي:«د ظاهر شاه نظام په کورني او بهرني سیاست کې وروست شوی وو او همدارنګه په کورنیو مناسباتو کې او بلخوا داوود خان هم د ظاهر شاه پر وړاندې عقده لرله او غوښتل یې ځينې ګامونه پورته کړي.»
نوموړی په ۱۳۸۱ کال کې افغانستان ته راغی څو په افغانستان کې د لنډمهالي حکومت د جوړېدو لپاره بیړنۍ لویه جرګه پرانیزي.
د افغانستان وروستی پاچاه بالاخره د ۱۳۸۶ هجري لمریز کال د زمري په لومړۍ نېټه په کابل کې ومړ او په مرنجان غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شو.