Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

محمد یعقوب مجاهد: باید د یو بل پر وړاندې تفرقه او بد نیتي پرېښودل شي

د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد د سې‌شنبې په ورځ د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو ادارې ویلي چې، په هېواد کې د خلکو ترمنځ د تفریقې او بې‌باورۍ لپاره ډېرې هڅې شوې دي.

د دفاع وزارت سرپرست په دغو مراسمو کې ویلي، چې هېواد اوس په بېلابېلو برخو کې له جدي ننګونو سره مخ دی او اسلامي امارت ژمن دی چې، په دغو برخو کې د ځوانانو له زده‌کړو هر ډول ملاتړ وکړي.

د ملي دفاع وزارت سرپرست د هېواد د خلکو ترمنځ پر یووالي په ټینګار سره زیاتوي، چې د هېواد د خلکو ترمنځ د بې باورۍ د رامنځته کولو لپاره ډېرې هڅې شوي دي

مولوي محمد یعقوب مجاهد زیاتوي:«هغه د دشمن هڅې چې، کړي یې دي هغه ټولې په اوبو لاهو کړو. خپل ترمنځ تفرقه او خپل تر منځ بد نیتۍ، یو پر بل باندې بې‌اعتمادي، د یوه بل مخه نیونه، د یوه بل پر وړاندې اعتراضاتو وړاندې کول، دا ذهنیت باید نور ترک شي.»

 د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندامحمد ندیم هم وايي:«تاسې د نظري زده‌کړو ترڅنګ په عملي میدان کې ډېر کار کړی دی. تاسو ته موږ د یوه ځانګړي امتیاز په توګه قایل یو، توجه به درته کوو، کوشش به کوي چې، خپل مسلیک ته ارتقاع ورکړي د لېسانس، ماسټرۍ او د دوکتورا تر کچې.»

په دغه پروګرام کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال د عصري علومو زده‌کړه اړینه بولي او له ځوانانو غواړي چې په بېلابېلو برخو کې د تخصص ترلاسه کولو لپاره له شته فضا ګټه پورته کړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي څرګندوي:«دلته [افغانستان کې] موږ یو متحصص نه‌لرو یو عکس چې، اخیستل کېږي تجزیه او تحلیل کړي او د هغه په مطابق، یو ډاکټر او متخصص نسخه ولیکي، دا زموږ او تاسو مسوولیت دی چې، دغه کارونه ترسره کړو.»

په دغه پروګرم کې د کرنې او برېښنا په ګډون د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څه باندې ۲۰ څانګو شاوخوا ۱۳۰۰ محصلانو خپل فراغت ولمانځه.
 
د ریاست الوزرا اداري مرستیال د عصري علومو زده کړه اړینه بولي او له ځوانانو غواړي چې په بېلابېلو برخو کې د تخصص ترلاسه کولو لپاره له شته فضا ګټه پورته کړي.

شریک یي کړئ