Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

رامین بهزاد: طبیعي پېښې افغانستان کې د کاري فرصتونو د له‌منځه تلو لامل شوی

افغانستان کې د کار نړۍوال سازمان رییس رامین بهزاد له طلوع‌نیوز سره په یوې ځانګړې مرکه کې ویلي چې، دم‌ګړۍ د افغانستان د کار باراز له ګڼو ننګونو سره مخ دی.

ښاغلي بهزاد په دغې مرکه کې زیاته کړې چې، سیاسي بدلونونه، د پانګونې کموالی، د اقتصاد کوچنی کېدل، وچکالي، سېلابونه، زلزلې په افغانستان کې د بې‌کارۍ د زیاتوالي لامل شوي دي.

ښاغلي بهزاد د خپلو خبرو یوې برخه کې ویلي چې، د افغان وګړو په ځانګړې توګه د ښځو لپاره یې د کاري فرصتونو د رامنځته کولو لپاره ځينې پروګرامونه عملي کړي دي.

رامین بهزاد زیاتوي، چې د زلزلې له امله د هېواد په لوېدیځ کې له ۲۲ زرو تر ۲۳ زرو  کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

د کار د نړۍوال سازمان رییس څرګندوي:«طبیعي پېښې له هغې ډلې سېل او زلزله مو لرل، زموږ د ارزونې له مخې تېر کال موږ د هېواد په لوېدیځ کې ۲۲ تر ۲۳ زره دندې له لاسه ورکړې دي.»

ښاغلي بهزاد دغه‌راز وایي، هغه سروې چې په ۲۰۲۰ کال کې د دې ادارې لخوا تر سره او په ۲۰۲۱ کال کې خپره شوه، ښيي چې، په افغانستان کې شاوخوا شپږ مېلیونه کسان پر کار بوخت دي چې، شاوخوا یو مېلیون و ۱۰۰ زره یې ښځې دي.

د کار د نړۍوال سازمان دغه چارواکی د خپلو خبرو په یوه برخه کې زیاتوي، په ۲۰۲۱ کال کې له سیاسي بدلونونو وروسته، په افغانستان کې له ۵۰۰  تر ۹۰۰ زرو پورې کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.

رامین بهزاد وویل:«د کاري ځواک په تړاو شمېرې د نړۍوالو معیارونو پر بنسټ چمتو کېږي او له نېکه مرغه داسې وشول او د دغو شمېرو پر بنسټ، هغه مهال په افغانستان کې ۶ مېلیونه تنه پر دندو بوخت وو.»

نوموړي په دغې مرکه کې همدارنګه ویلي چې، د کار نړۍوال سازمان په افغانستان کې ځينې پروژې عملي کړي چې، هېوادوالو ته کاري زمینې برابرې کړې دي.

هغه زیاتوي:«موږ د هېواد په شمال کې، د منځنیو او کوچنیو تشثباتو د ملاتړ په برخه کې، یو پروګرام لرو چې، په تېرو درې کلونو کې څه باندې ۱۳ زره دندې یې را منځته کړي او یا هم ښه‌والی ورکړی دی.»

دا په داسې حال کې ده چې، د کار نړۍوال سازمان په افغانستان کې خپل رسمي فعالیت په ۲۰۰۳ زیږدیز کال کې پیل کړی چې، موخه یې د وړکار پراختیا ده.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه