د ریاست الوزرا اداري مرستیال، عبدالسلام حنفي د یوناما له مشرې، روزا اوتونبایوا سره کتلي او سرپرست حکومت ته یې ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ سپارلو، بندیزونو د لمنځه وړلو او له تور نوملړه د ا.ا چارواکو د نومونو د ایستلو غوښتنه کړې ده.
ارګ په یوه خبرپاڼه کې د عبدالسلام حنفي په حواله لیکلي چې بندیزونه له نړۍ سره د افغانستان پر اړیکو منفي اغېز کوي.
په خبرپاڼه کې د ښاغلي حنفي له خولې لیکل شوي: « موږ په دې باور یو چې دا محدودیتونه نه یوازې ګټور نه دي، بلکې د نړۍ نورو هېوادونو سره د افغانستان پر اړیکو منفي اغېز کوي. نو لازمه ده چې په ګډو هڅو او نرمۍ ستونزې او ننګونې لیرې شي.»
د ریاست الوزرا اداري مرستیال د یوناما له مشرې سره دغه کتنه کې د افغانستان له خلکو سره یوناما د مرستو او د نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو د ښه کولو په برخه کې د دغه سازمان له هڅو مننه کړې ده.
عبدالسلام حنفي و ویل: « د اسلامي امارت رهبري په ټول توان د اقتصادي ودې، ځوانانو ته د کاري فرصتونو رامنځته کولو او په بېلابېلو سیمو کې د پراختیایي پروژو په تطبیق کې کوښښ کوي او د ملګرو ملتونو سازمان او نورو مرستندویه بنسټونو څخه غواړو چې د روغتیا، ښوونې او روزنې، کرنې او نورو برخو کې همکاري وکړي.»
ارګ د روزا اوتونبایوا په حواله زیاته کړې چې ملګري ملتونه غواړي څو له افغانانو سره مرستو ته دوام ورکړي او د اسلامي امارت له مشرتابه یې غوښتي څو اړمنو ته د دغو مرستو د رسولو په برخه کې همکاري وکړي.
د خبرپاڼې لمخې، اتونبایوا د دوحې د درېیمې غونډې هوکړو عملي کولو ته په اشارې ویلي، ملګري ملتونه د اقلیمي بدلونو سره د مبارزې، له ناچادو توکو د ځمکې پاکولو، چاپېریال ساتنې او ځینو نورو برخو کې بېلابېل پلانونه دي چې د عملي کولو په برخه کې یې د اسلامي امارت د همکاریو غوښتنه کړې ده.
په دې اړه مو اندونه