د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، هېواد یې افغانانو ته ویزه ورکوي او هند ته د سفر لارې پرانېستې دي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه خبري ناسته کې ویلي چې هند له افغانستان سره تاریخي اړیکې لري او په وروستیو څو کلونو کې یې دوی له افغانستان سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړی.
نوموړي دغه راز ویلي، دوی د افغانانو سره همکارۍ ته ژمن دي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند، رندهیر جیسوال ویلي: « لکه څنګه چې تاسې پوهېږئ، موږ د افغانستان له خلکو سره تاریخي اړیکې لرو، مونږ په وروستیو کالونو کې له افغانانو سره بشري مرستې ترسره کړې او دغه راز له افغانانو سره مرستو ته ژمن یوو.
جیسوال افغانانو ته د ویزو د ورکړې پوښتنې ته په ځواب کې ویلي، چې هېواد یې افغانانو ته ویزې ورکوي او اوس مهال د هند لارې د افغانانو پرمخ خلاصې دي.
بل لورته د اقتصاد وزارت وايي، اسلامي امارت د متوازن سیاست له مخې، له ټولو سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال، عبدالطیف نظري وايي: اسلامي امارت پر متوازن اقتصادي سیاست، له نورو سره د اقتصادي، سوداګریز او ټرانزیټي اړیکو پر پراختیا باور لري. چابهار بندر هم یو له هغو بندرونو دی چې درې هېوادونه، هند، افغانستان او ایران یې سره نښلولي دي.
د چارو یو شمېر شنونکي د هند او افغانستان اړیکې ښې بولي او زیاتوي چې د دغو اړیکو پراختیا د دواړو لوریو په ګټه ده.
د اقتصادي چارو شنونکی، شاکر یعقوبي وايي: متوازنې سیاست په ټولو برخو کې که اقتصادي او سیاسي وي، په ټولو کې له ګاونډیو سره زموږ اړیکې پراخوي، په ځانګړې توګه له هند سره زموږ سوداګریزې اړیکې ښه لور ته بیايي.
تر دې وړاندې هم د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې دوی له افغانستان سره تاریخي اړیکې لري او د همدغو اړیکو پر بنیاد له کابل سره خپل سیاست مخ ته وړي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې یو شمېر هېوادوالو په ځانګړي ډول محصلینو د هند د ویزو له نه تمدېدو شکایتونه کړي وو.
په دې اړه مو اندونه