Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پاکستان کې د افغان کډوالو پر وضعیت د اسحاق ډار او فلیپو ګرانډي خبرې

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د دغه هېواد بهرنیو چارو وزیر، اسحاق ډار کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنر، فلیپو ګرانډي سره پاکستان کې د افغان کډوالو په اړه ټلیفوني خبرې کړې دي. 

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دواړو خواوو پاکستان کې د افغان کډوالو مسلې لپاره د دوامداره حل لارې پر پیداکولو او د پاکستان او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ ترمنځ د همکاریو پر دوام هوکړه کړې ده. 

په خبرپاڼه کې راغلي: « دواړو خواوو پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو پر دوامداره حل او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او اسلام اباد ترمنځ د کډوالو ستونزو ته د رسېدو په برخه کې هوکړه وکړه.»

پاکستاني خبریال، شاهد خان هم و ویل: « دغه خبرې د کډوالو په تړاو د پراخه بحث په موخه د بهرنیو چارو د وزیر او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنر ترمنځ خبرې شوې دي.»

په همدې حال کې یو شمېر افغان کډوال وايي، سره له دې چې د ثبت « پي او ار » کارتونه لري؛ خو بیاهم له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

دوی له کابل او اسلام اباده غواړي چې ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.

پاکستان کې افغان کډوال، حاجي نظر و ویل: « جرمني کې هم افغانان له ګڼو ستونزو سره مخ دي، جرمني کې د پاکستان سفارت تر څېرمه تر واقعې وروسته، د پاکستان کورنیو چارو وزیر بیانیه ورکړه چې په پاکستان کې د افغان کډوالو میلمه پالنه پایته ورسېده او باید خپل هېواد ته ولېږدول شي.»

تر دې وړاندې هم د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر پاکستان ته په خپل سفر کې له پاکستاني چارواکو سره د افغان کډوالو د ستونزو په اړه خبرې کړې وې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه