Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اسلامي امارت شارژدافیر د ترکمنستان له لوري ومنل شو

فضل محمد صابر د ترکمنستان د وزیرانو شورا د مرستیال او بهرنیو چارو وزیر له لوري په ترکمنستان کې د اسلامي امارت د سفارت د شارژدافیر په توګه ومنل شو.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویلي چې د ترکمنستان د بهرینو چارو وزیر رشید مرِداوف کابل او عشق‌اباد ترمنځ د ډپيلوماټیکو اړیکو په کچه یو مهم ګام بللی او زیاته کړې یې ده، ترکمنستان او افغانستان په پام کې لري چې، ستري پروژې عملي کړي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په ترکمنستان کې د اسلامي امارت د شارژدافیر د منل کېدو په تړاو وایي:«د ترکمنستان د وزیرانو شورا مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي رشید مرادوف محمد فضل صابر د افغانستان د اسلامي امارت د سفارت د شارژدافیر په توګه ومنه، په دغو مراسمو کې ښاغلي مرادوف وویل ترکمنستان او افغانستان د سترو پروژو د تطبیق او پلي کېدو په درشل کې دي.»

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، ښاغلي مرِداوف هیله څرګنده کړې چې، د عشق‌اباد او کابل ترمنځ په ګډو ډیپلوماتیکو هڅو سره به د ټاپي او ټاپ پروژو او دغه‌راز د تورغنډۍ-هرات د وسپنې پټلۍ د پروژو عملي کار هم ژر پیل شي.

اوس پوښتنه دا ده چې، د ترکمنستان لخوا د اسلامي امارت د شارژدافېر منل د دواړو هېوادونو د اړیکو په ښه کېدو کې څومره ګټور پرېوتلای شي؟

د سیاسي چارو شنونکی سید عبدالمقدم امین وايي:«ډپیلوماټيکې اړیکې د پروسې په پېژندلو پورې اړه لري؛ خو دا معموله ده چې، هېوادونه په ډيپلوماټیکه حوزه کې د یو بل ملاتړ کوي؛ خو دا د یوې پروسې پېژندلو په توګه نه‌شو پېژندلی.»

د سیاسي چارو شنونکی جنت فهیم چکري هم دې هکله څرګندوي:«دا یو مثبت تعامل دی چې، اسلامي امارت او د افغانستان ټول ولس د دې په هڅه کې دي چې، د اسلامي امارت حکومت له دغه حالته ووځي او ټوله نړۍ یې په رسمیت وپېژني.»

دا په داسې حال کې ده چې، تر دې وړاندې سرپرست حکومت فضل محمد صابر په ترکمنستان کې د اسلامي امارت د سفارت د سرپرست په توګه معرفي کړی و.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویلي چې د ترکمنستان د بهرینو چارو وزیر رشید مرِداوف کابل او عشق‌اباد ترمنځ د ډپيلوماټیکو اړیکو په کچه یو مهم ګام بللی دی.

شریک یي کړئ