جرمني کې مېشت افغان کډوال وایي، دې وروستیو کې راپورته شویو ستونزو اندېښمن کړي دي.
دوی د افغانستان له سرپرست حکومته غواړي څو دغه ستونزې له ډيپلوماټيکو لارو حل کړي.
جرمني کې افغان کډوال، علي وحدت و ویل: « هغه ستونزې چې جرمني کې افغان کډوال ورسره مخ دي، د دایمي اوسېدو ستونزې دي. د هغو خلکو چې د دایمي اوسېدو غوښتنې یې رد کیږي، سره له دې چې د اوسېدو اجازه نه لری، د کار او زده کړو اجازه هم نه ورکول کیږي.»
له دې سره سم، د جرمني بهرنیو چارو وزیرې، انالینا بیربک، له دغه هېواده د افغان کډوالو ایستلو په اړه د جرمني د لومړي وزیر، اولاف شولټز پر څرګندونو نیوکه کړې.
د ویلټ ورځپاڼې د راپور لمخې، انالینا بیربک پرته له دې چې د چا نوم واخلي وایي، هغه ژمنې چې عملي کیدای نشي، د امنیت په ټینګښت کې مرسته نشي کولای.
د جرمني بهرنیو چارو وزیرې د افغان او سوریایي کډوالو د ایستلو په تړاو د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي: « زه باور لرم، په ځانګړې توګه دغه راز ناڅرګنده وختونو کې، که تاسو داسې ژمنې وکړئ چې بله ورځ یې د عملي کولو پر څرنګوالي نه پوهیږئ، نو د امنیت په ټینګښت کې مرسته نشي کولای.»
د کډوالو د حقونو فعال، علي رضا کریمي و ویل: « له جرمني د افغان کډوالو د ایستلو مسله یوه جنجالي مسله ده ځکه افغان کډوال افغانستان کې د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن دي او د دغه بهیر د درېدو غوښتنه کوي. دوی غواړي غوښتنې یي په عادلانه توګه و ارزول شي او له جرمني لا نور ملاتړ غواړي څو د خپل ځان او کورنۍ لپاره ښه ژوند جوړ کړي.»
جرمني دا مهال د زرګونه افغان کډوالو کوربه هېواد دی.
تر دې وړاندې د جرمني لومړي وزیر، اولاف شولټز ویلي و چې برلین له دغه هېواده د افغان کډوالو د ستنولو په اړه پرېکړه کوي او دغه بهیر ته چمتووالی روان دی.
په دې اړه مو اندونه