Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ا.ا د افغان ښځو په تړاو د امریکا د کانګرس غونډه «ننداریزه» وبلله

اسلامي امارت د افغان ښځو په تړاو د امریکا د کانګرس له لوري د غونډې جوړول ننداریز بولي.

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس سهیل شاهین طلوع‌نیوز ته وايي هغه کسان چې، د امریکا د کانګرس په غونډه کې ګډون کوي، ​​د خپلو شخصي موخو لپاره د بشري حقونو د دفاع په نوم په‌کې برخه اخلي.

ښاغلی شاهین په دې هکله وايي:«هغه کسان چې، په داسې غونډو کې ګډون کوي او یا هلته څه وايي د افغانستان د ښځو استازیتوب نه‌کوي؛ بلکې د خپلو شخصي او سیاسي موخو لپاره د بشر د حقوقو تر شعار لاندې ګډون کوي.»            

اخوا، د ښځو د حقونو ځينې فعالانې وايي، په هېواد کې د ښځو له استازو پرته د دا ډول غونډو جوړېدل بې ګټې دي.

د ښځو د حقونو فعاله تفسیر سیاه پوش طلوع‌نیوز ته وايي:«د دې په هیله چې، په دغې غونډه کې هغه ښځې ګډون وکړي چې، نن د ښوونځیو، پوهنتونونو، کاري او ټولنیز محدودیتونه لري. که‌چېرې دوی حضور پیدا کړي ښه به وي او د دې په هیله چې، دغه غونډه د افغانانو لپاره په ځانګړې توګه د ښځو لپاره پایله ولري.»

د ښځو د حقونو فعاله بله عالم تاب رسولي هم څرګندوي:«د دا ډول غونډو جوړول د هغو ښځو په غیاب کې چې، په افغانستان کې ژوند کوي او له دغو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، فکر نه‌کوم چې پایله دې ورکړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا کانګرس خبر ورکړی چې تر راروانو دوو ورځو به د افغان ښځو د وضعیت په تړاو غونډه وکړي.

 د امریکا د کانګرس د بشري حقونو کمېسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دې غونډه کې د افغان ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري، د بشري حقونو د څار د بنسټ مرستیاله هېډر بار او یو شمېر نورې ښځې هم ګډون وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه