Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

حبیب‌الله اغا: د هېواد د هوايي حریم د ساتلو لپاره عصري زده‌کړو ته اړتیا ده

د پوهنې وزارت سرپرست سید‌ حبیب‌الله اغا وايي چې، افغانان د عصري علومو د زده‌کړې پر مټ کولای شي چې، د هوايي او ځمکني حریم ساتنه او د بې پیلوټه الوتکو د ګرځېدو مخنیوی وکړي.

د پوهنې وزارت سرپرست د ۱۴۰۳ لمریز کال د کانکور مخکښو د ستاینې په ناسته کې، د عصري علومو زده‌کړه کفايي فرض ګڼي او زیاتوي چې، عصري او دیني زده‌کړې د ټولنې اوسنۍ اړتیاوې دي.

د پوهنې وزارت سرپرست وویل:«دوی اسمان ته ورسېدل، ډرن یې په اسمان کې ګرځي زه او ته د ډرن په مقابل کې څه لرو؟ هېڅ نه‌لرو؛ خو دا به جوړوو دا په موږ او تاسو باندې لازمه ده، نه موږ د خپل نظام حفاظت کولای شو او نه د دغې خپلې خاورې، د خپلې جغرافیې حفاظت کولای شو.»

د پوهنې وزارت سرپرست همداراز زیاتوي چې، اسلامي امارت له عصري علومو سره مخالف نه‌دی.او سرپرست حکومت د عصري علومو پرمختګ ته ژمن دی.

سید حبیب‌الله اغا څرګندوي:«زموږ او تاسې افغاني او اسلامي ټولنه، عصري علومو ته اړتیا لري. د عصري علومو زده‌کړه کفايي فرض ده. »

د چارو ادارې رییس په دې ناسته کې په هېواد کې له ظرفیتونو او استعدادونو پر ګټنې ټینګار کوي او وايي، ځیني هېوادونه هڅه کوي چې افغان کدرونه له هېواده بهر کړي.

د پوهنې وزارت مسوولان همداراز زیاتوي، په ښوونیزو مرکزونو کې د ټلېفون او ټولنیزو رسنیو کارول باید بند شي.

د چارو ادارې عمومي رییس نورالحق انور وايي:«ضرورت یې دا دی چې، موږ او تاسې په دې منځ کې یو چا ته الله تعالی ښه استعداد ورکړی د مهنت ماده په‌کې اېښودل شوې او دی په کم وخت کې ډېر مزل کچ کولای شي، نو د حکومتونو له لوري نه ښه ظرفیت ورته رامنځته شي.»

د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معین صبغت‌الله وصیل وویل:«موږ په خپل تعلیمي نظام کې په خپلو تعلیمي بنسټونو کې، د ګرځنده ټلېفون په زیانونو باید یوه څېړنه ولرو د هغې د بندولو لپاره باید اقدام وکړو.»

د کانکور ازموینې اول نمره اتل خان رحیمزوی هم په دغې غونډه کې څرګنده کړه:«په ډېریو ښوونځیو کې د ودانیو کمښت او همدارنګه د کمپيوټر مضمون د ځينو نورو ساینسي مضامینو لپاره د معیاري لابراتوارونو کموالی او تر ټولو مهم یې چې، د پوهنې نصاب، له نړۍوالو نورمونونو سره برابر شي چې، زموږ ځوانان وکولای شي له نړۍوالو سره سیالي وکړي.»

د پوهنې وزارت په دې ناسته کې د ۱۴۰۳ لمریز کال د کانکور عمومي ازموینې ۲۰ تنه مخکښ زده کوونکي په ډالیو او تقدیرنامو وستایل.

شریک یي کړئ