د زمري اوومه د تېر حکومت پر مهال د بیرغ د ملي ورځې په توګه ونومول شوه چې، د تېر حکومت تر پایه هر کال لمانځل کېده.
په دې ورځ ځينې هېوادوال د هېواد د درې رنګه بیرغ د برخلیک د روښانه کېدو غوښتنه کوي.
دوی له اسلامي امارته غواړي چې، په هېواد او له هېواده بهر، د هېواد د درې رنګه بیرغ د استفادې په برخه کې جدي پاملرنه وکړي.
د کابل اوسېدونکی مصطفی په دې هکله طلوعنیوز ته وویل:«ډېر خواشینونکې ده چې، تراوسه د بیرغ برخلیک روښانه شوی نهدی. بیرغ د یوه ملت هویت دی.»
د کابل بل اوسېدونکی خیرالله هم وايي:«د اسلامي امارت له دولته زموږ غوښتنه همدا ده چې دغه درې رنګه بیرغ یا هماغه بیرغ چې اوس دی دا رسمي کړي.»
درې رنګه بیرغ په لومړي ځل په ۱۳۰۷ لمریز کال کې د شاه امانالله په وړاندیز د پغمان د لویې جرګې لخوا تصویب شو، چې تور رنګ یې د سختې ماضي د نښې، سور رنګ یې د ازادۍ لپاره د خلکو د مبارزې د نښې او زرغون رنګ یې د ازادۍ او ښېرازۍ د نښې په توګه غوره شوی دی.
د کابل اوسېدونکي خان محمد وویل:«له نن څخه ۱۰۰ کاله مخکې تایید شوی و، او د هېواد د رسمي بیرغ په توګه استفاده کېده؛ خو نن له بده مرغه په هېواد کې هېڅ هویت نهلري.»
که څه هم اسلامي امارت تر دې مهاله د هېواد د درې رنګه بیرغ په اړه څه نهدي ویلي؛ خو مخکې یې ویلي چې د افغانستان بیرغ اوس سپین دی، خو د ټولیز توافق له مخې به د بدلېدو وړ وي.
بلخوا د سیاسي چارو شنوونکی فضلالرحمان اوریا د ملي بیرغ د ورځې او ملي بیرغ په تړاو داسې وايي:«کهچېرې په راتلونکي کې اساسي قانون جوړېږي، په هغه کې پرېکړه کېږي او همدا بیرغ دې د ملي بخیر په توګه وي او یا دې په کې بدلون راشي؛ خو په اوسنیو شرایطو کې زما له انده همدا ملي بیرغ دی چې، دمګړۍ په ارګ کې په رپېدو دی.»
د زمري اوومه د افغانستان د مخکیني حکومت پر مهال په ۱۳۹۸ لمریزکال کې د بیرغ د ملي ورځې په نوم ونومول شوه، چې له هغې وروسته هر کال په ټول هېواد کې لمانځل کېده.
خو پر هېواد د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته، د هېواد د درې رنګه بېرغ ځای سپين بېرغ ونیو او د دې ورځې لمانځنه پیکه شوې ده.
په دې اړه مو اندونه