په کابل کې یو شمېر نجونې زده کوونکې چې، دمګړۍ د نقاشۍ پر زده کړو بوختې دي یو ځل بیا له اسلامي امارته غواړي چې، له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کوونکو ښوونځي هم پرانېزي.
دوی د زده کړو دوام له خپلو اساسي حقوقو ګڼي او له سرپرست حکومته غواړي چې، په بېلابېلو برخو کې له ښځينه قشره ملاتړ وکړي.
شريفه د ښوونځي په نهم ټولګي کې وه چې په هېواد کې له شپږم ټولګي پورته ښوونځي د نجونو پر مخ وتړل شول.
شريفه چې له يوه کال راهيسې انځورګري کوي، د ځان پر وړاندې د شته ستونزو خبره کوي او وايي چې لاهم هيله لري چې په هېواد کې د نجونو پرمخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځي پرانېستل شي.
انځورګره، شریفه وايي: یو کال وشو چې انځورګرۍ ته مې مخه کړې ده. زموږ ستونزه، اقتصادي ستونزه ده او له حکومت غواړو چې د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي څو نجونې وکړای شي په سمه توګه زده کړې وکړي.
بلخوا، یو شمېر نورو نجونو هم له شپږم ټولګي د پورته نجونو پر مخ د ښوونځیو له تړل کېدو وروسته، له رواني فشاره د خلاصون په موخه د بېلابېلو هنرونو زده کړې ته مخه کړې ده.
دا نجونې هم د شریفې په څېر د ښوونځیو د بېرته پرانېستل کېدو غوښتونکي دي.
انځورګره، آغه بانو په دې اړه طلوع نیوز سره په خبرو کې وايي: یو کال وشو چې انځورګري کوم، غوښتل مې چې په کور کې وزګاره پاتې نشم او یو فعالیت وکړم. له حکومت مې دا غوښتنه ده چې موږ نجونې پریږدي چې زده کړې وکړو او پرمختګ وکړو.
د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې په هېواد کې د ښځو او نجونو رول مهم بولي او له اسلامي امارته غواړي چې له شپږم ټولګي د پورته نجونو پر مخ ښوونځي بېرته پرانیزي.
د ښځو د حقونو چارو فعاله، تفسیرسیاه پوش بیا وايي: زموږ د افغان ښځو درې غوښتنې وې، د اسلام د دین په چوکاټ کې ازادي، د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازو پرانیستل کیدل، او پر کار محدودیتونه چې د ښځو حقونه دي. نو موږ غواړو چې د دې هېواد د لوڼو په توګه خپل رول ادا کړو.
دا په داسې حال کې ده، چې د لوړو زده کړو وزارت د ۱۴۰۱ کال د وږي پر ۲۶ مه د یوه مکتبوب په صادرولو سره امر وکړ چې تر امرثاني پورې به د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځي تړلي وي.
اوس چې په هېواد کې د ښوونځیو له تړل کېدو څه باندې ۱۳۰۰ ورځې تېرې شوې، لا هم په هېواد کې د ښوونځیو د بیا پرانېستل کېدو څرک نه لګېږي.
په دې اړه مو اندونه