Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په ایران کې د افغان کډوالو ستونزې

په ایران کې مېشت افغان کډوال د دغه هېواد د پولیسو له ناسم چلنده شکایت لري.

دوی وايي، له څه مودې راهیسې په دغه هېواد کې افغان کډوال آن د ایرانیانو له لوري هم ځورول کېږي.

له دې سره سم، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په تېره یوه میاشت کې شاوخوا ۱۲۸ زره کسان له ایرانه بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند، عبدالمطلب حقاني و ویل: په تېره یوه میاشت کې تقریباً له ایرانه یو سل او اته ویشت زره افغانان هېواد ته را ستانه شوي دي. په دوی کې ۵۲ زره شاوخوا په جبري توګه را ایستل شوي دي، نور یې پخپله خوښه راغلي دي.

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ له نوي رییس سره په کتنه کې د افغان کډوالو پر ملاتړ ټینګار کړی او د دغه وزارت د پنځه کلن پلان د پلي کېدو په برخه کې یې د دغه سازمان د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د دغه وزارت د اعلامیې له مخې، عرفات جمال دغه راز د کډوالو د کوربه هېوادونو ترمنځ همغږي د هغوی د ستونزو د حل لپاره اړینه بللې ده.

افغان کډوال له اسلامي امارت او د کډوالو له ملاتړو بنسټونو غواړي چې ژر تر ژره اقدام وکړي او په ایران کې د هغوی کړکیچن حالت پای ته ورسوي.

افغان کډوال، امید حسن وايي: ایرانیان افغان کډوال وهي او ټکوي او له بده مرغه تر اوسه زموږ ۷ هېوادوال مړه شوي چې یوه ښځه هم پکې شامله ده. تر اوسه په دې برخه کې هیڅ نه دي شوي.

افغان کډوال، اکبر سلطاني په دې اړه و ویل: ټول عام او خاص خلک له افغان کډوالو په اړه بد نظر لري. هیڅوک یې هم ښه نه بولي. د پولیسو له لوري هم چې ونیول شي تر هغه حده یې وهي چې وس یې رسیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د بشري حقونو شورا د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ غوښتي وو، چې د افغان کډوالو د ستونزو د هواري لپاره یو پلاوی ایران ته واستوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه